Homeخبرونهنۍ: ښکېل اړخونه دې د رسنیو له ګواښلو لاس واخلي

نۍ: ښکېل اړخونه دې د رسنیو له ګواښلو لاس واخلي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱۶)   د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ (نۍ) ویلي چې دوی د طالبانو او دغه راز د افغانستان د ملي امنیت له لوري د خبریالانو او رسنیو په اړه خپاره شویو وروسیتو ګواښونو اندېښمن کړي دي.

دغې بنسټ زیاته کړې چې پر یو مهال د جګړې له دواړو لوریو څخه د رسنیو په اړه له ورته څرګندونو ښکاري چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا پر لور روان دی.

د نۍ اندېښنه داسې مهال ده چې تازه طالبانو افغان رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته خپله بې طرفي ونه ساتي نو د دوی پر وړاندې د هر اقدام پړه به یې هم پر خپله غاړه وي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ همدا راز ویلي چې افغانستان کې ټولې رسنۍ د ژورنالیزم او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې فعالیت کوي او د هیچا په ګټه او زیان یې تبلیغات نه دي کړي.

یاد بنسټ زیاته کړې چې ورته څرګندونې په ټولنه کې د وېرې باعث کېږي او د رسنیو او خبریالانو ګواښل د جګړې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل او جرم دی نو ښکېل اړخونه دې له ورته څرګندونو په کلکه ډډه وکړي.

ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت د رئیس له خولې ویل شوي چې د ولسي جرکې په یوه سري غونډه کې یې د طالبانو په ګټه د یو شمېر خبریالانو او شنونکو کړنې نه زغمونکي ګڼلي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي عارف رحماني د ملي امنیت د رییس له خولې پر خپله ټوېټر پاڼه ادعا کړې چې ضیا سراج د ولسي جرګې په یوه سري غونډه کې ویلي، “د طالبانو په ګټه د یو شمېر ټلوېزیونونو تبلیغات ټکان ور کوونکي دي.”

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د ولسي جرګې د یاد غړي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د بیان ازادۍ په هکله د دې ادارې د مشر خبرې له ”لاسوهنې وروسته، له واقعیته په لېرې او یو لوریز ‌ډول ” پارلمان کې وړاندې شوې دي.

د دغې ادارې په اعلامیه کې زیاته شوې: ”ملي امنیت اداره رسنۍ د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو اصلي ساتونکي بولي او د امنیتي ادارو او رسنیو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو ساتونکي دي. ”

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ترڅ کې په هېواد کې سیاسي وضعیت ډېر حساس شوی او پر خبریالانو رواني فشارونه ډېر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...