دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهرابرټ ګېټس: له افغانستان سره بایډ مرستې دوام وکړي

رابرټ ګېټس: له افغانستان سره بایډ مرستې دوام وکړي

تاند(پنجشنبه، د ثور۱۷) د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ ګېټس وايي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن پرېکړه سمه ده خو باید داسې اقدامات وشي چې د افغانستان حکومت وساتل شي.

ګېټس د چهارشنبې په ورځ سي بي ایس تلویزیون ته وویل«زما په نطر دا پرېکړه باید اوس شوې وای خو مهمه دا ده چې له افغانستان سره اقتصادي او پوځي مرستې دوام وکړي، یعني د افغانستان له حکومت سره امنیتي مرستې.»

ګېټس د جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما د ولسمشرۍ په دورو کې د امریکا د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

ده وویل، د اوسني دفاع وزیر لویډ اسټن او لوی درستیز له دې سپارښتنو سره موافق دی چې د ۲۵۰۰ پوځیانو وړه ډله په افغانستان کې پاتې شي چې د دغه هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ده په عین حال کې وویل چې په افغانستان کې د همدې شمېر امریکايي پوځیانو شتون یا نه شتون د پام وړ تغییر نه شي راوستلی.

ګېټس له افغانستانه د پخواني شوروي پوځونو وتلو ته په اشارې وویل، د افغانستان د هماغه وخت رژیم درې کاله وروسته له دې کبله وپرزېد چې شوروي اتحاد وپاشل شو او د افغانستان حکومت ته پوځي او مالي مرستې ودرېدې. خو بایډن داسې پرېکړه کړې چې د ځواکونو له ایستلو وروسته به هم له افغانستان سره پوځي او مالي مرستې جاري ساتي.

1 COMMENT

  1. GREAT IDEA;
    HONOR RUBERT SAY;
    IF WORLD AND SPECIAL USA SUPPORT AFGHAN FORCE AND ALSO BRING PRESSURE ON PAKISTAN.
    SOON WILL AFGHANISTAN BECOME STRONG IN FRONT OF TERRORISM.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب