پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههلمند کې د جګړو له امله تر زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه...

هلمند کې د جګړو له امله تر زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي

تاند (سه شنبه د ثور ۱۴) د هلمند ولایت ځايي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له امله شاوخوا زر کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د هلمند د کډوالو چارو رئیس سید محمد رامین ویلي چې پر لښکرګاه د وسله والو طالبانو له بریدونو سره سم د دغه ښار د بولان او بوست کلا له اړوندو څخه دغه ښار ته نږدې د ناوې له ولسوالۍ څه تر زرو ډېرې کورنۍ کډوالې شوې دي.

ښاغلي رامین زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي کډوالو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

ورته مهال د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو لوی برید يې پر شا تمبولی، خو د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره پوځي عملیات لاهم دوام لري.

هلمند ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي؛ پر لښکرګاه ښار د وسله والو لوی برید يې پر شا تمبولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...