سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeمقالېمهرو | حبیب الرحمن رحیمي 

مهرو | حبیب الرحمن رحیمي 

د ګربت غر چې د درو دروازې یې شمال ته په چک ولسوالۍ ،لوېدیځ ته یې جغتو ولسوالۍ او ختیځ لور ته یې په سیداباد ولسوالۍ ورماتې دي، هستوګنو او غیر هستوګنو نومونه یې نسبت د سیمې نورو کلیو نومونو ته لرغوني دي چې راز به یې د غرونو ارزښت وي چې د لومړني وخت کې دوی هغه اسانتیاوې چې په دښته او شاړه کې کارېدل نه درلودل، د یرغل پر وخت له خپل هستوګنځي څخه ترې په اسانه دفاع کېدله ،د وړلو او راوړلو وسایل څاروي وونو یې ښه څړځایونه یې لرل ،د څارویو پالنه تر نورو دندو اسانه او برکتي وه او نور پرېمانه طبعي منابع یې لرل نو د وخت انسانانو همدا خوښوله چې د غرونو له شته برکتونو څخه د ګټې اخستنې په موخه غرونو ته نږدې خپل استوګنځایونه ورغوي .

د مهرو دره د ګربت د غره په لمن کې ختیځ لور ته پرته ده؛ چې د همدې غره د لمنې د نورو کلیو سره د شیخي، سرکهول ،ایریاب، سنډاور،بډه کک سره نږدې هم ده چې پدې ورستیو کې د کابل غزني د لویې لارې څخه یوه لار د جغتو ولسوالۍ ته د ګربت د غره په اوږه کې (مهرو غاښی) کوم چې د لارې خرابتیا له مخې د مرګونو پېښو شاهده ده  هم د دې درې له منځه تېره شوې ده،د ګڼو کلیو لرونکې چې د یو زرو ته نږدې وګړي په کې ژوند کوي، کرنیزې ځمکې یې کمې دي،

ډیری شمېر خلکو ته به دا پوښتنه پیدا شي  د مهرو نوم کوم چې د درې ته کارول کیږي څه مانا ولري د ماهور نوم مې تر سترګو شو چې تر ډېرې کچې د مهرو سره د بڼې له مخې نږدې دی ؛ د هسکې او ټيټې ځمکې ، غره او درې ته ویل کیږي، خو د دې ويپانګې سره په سمون پورته ټولې ځانګړنې دلته شتون لري نو ترډېره کیدای شي چې دا د ماهور اوښتې بڼه وي ، همداسې لږ لېرې د کاهور نومونه چې د چک ولسوالۍ د عربانو د سیمې یوه دره ده ، یا د غزنې اړوند د ناهور ولسوالي سره نږدې نومونه ده او یا د دې درې ګاونډ کلی سنډاورهم پدې بڼه ورسره په یوه ورستاړي راځي ځګه چې ډېر کله د ګاونډ سیمو نومونه یوشان ورستاړي لري .

 د(مهروء) په بڼه هم پدې نوم شک کیږي که  د مخې ته راشي په فارسي ژبه به یې داسې لیکلي وي (ان که ګرفتار سرمای سخت شده باشد) دا نومونه به هم تر ډېره بېځایه نه وي ځګه چې دا سیمه د ششګاو سره څېرمه پرته ده کومه چې ژب پوهان یې د یخ ځای په نوم را پيژني خو په هرحال دا ساحه هم تر ډېرې اندازې سړه ده .

د (ماه رو) په بڼه د دې ترکیبې نوم کارونه هم تر یوه ځایه سمه ده ځګه چې د لنډون په بڼه ترې مهرو نوم جوړ شوی دی کوم چې د سپوږمۍ مخې او ښکلې په مانا راغلی دی دلته به د دې نوم پیداښت به هغه کلیو او ځایونو کې وي کوم چې لوګر ولایت ته څېرمه د سیداباد ولسوالۍ اړونده سیمې دي او دوی کولی شي چې د دې غرو او درو د پاسه نوې راختلې میاشتې ته د دعا لاسونه لپه کړي .

خو په پایله کې د ماهور نومونه ترډېره سمه ښکاري پښتو ژبې کلیمه ده چې  په سیمه هم پښتانه ژوند کوي چې په سیمه کې ورته ځایونه پدې بڼه شته دي، خو د مهروء په بڼه به یې کارول ځګه سم نه وي چې نه د فارسي ژبو د ژوند کوم څرک  لیدل کیږي او نه په عین سیمه کې دوه ځایونه د مانا له مخې یوشان راتلی شي لکه شش ګاو او مهروء چې مانا یې د یخ ځای په مانا راغلې ده او د مهرو بڼه ترډېره له امکانه لېرې برېښي ځګه چې په نږدې سیمو کې د سپوږمی یا میاشتې له مخې کومه نومونه چې ځای ځایګی د پرې ونومول شي نشته ده که څه د فلکیاتو له مخې یوشمېر نومونه شته دي خو زیاتره یې د لمراو ځمکې د اړیکو له مخې اېښودل شوي دي.

ماخذونه:

  1. عبدالمجید بابي: جغرافیایي سیند، شپږم چاپ، د کندهار داطلاعاتو او کلتور ریاست،۱۳۸۸ ل.ل کال ۴۵۹-۴۶۰ مخونه .
  2. علی اکبر دهخدا: لغتنامه دهخدا ، ایران،دانشګاه تهران ،۱۹۳۱م
  3. پوهنیاره محموده تقوا میلاد: نومښود،اکسوسس کتاب پلورنځی،وایګل چاپځی ،کابل ۱۴۰۰ ل.ل کال ۲۱۵ مخ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب