شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ټول ژاړي | محمد سمیع صادق 

ټول ژاړي | محمد سمیع صادق 

دا ساندي، دا سلګۍ اورې؟ ښايي په یو کور کي کومه مور ژاړي. نه!!! ته لږ غوږ شه، شور ډېر دئ، د دې کلي په هر کور کي هره مور ژاړي. دا څرنګه کوڅه ده، څومره واوېلا ده، له کړکیو چيغي پورته کېږي، په هر در کي دي نعرې، دلته خو هر کور ژاړي.

کوم جسد را جواب نه کړ زما سلام په هدېره کي. لګیا ول و منصف ته، ګویا په فریادونو، عرضونه پر قاتل، کړي ماجراوي د تیري، ظلم و زیاتي. واوره!!! څومره ځورېدلی دئ دا اهل د قبرونو، مړی د هر ګور ژاړي.

درځه چي وځو له دې کلي دې کوڅو، په پښو مي جګي سوې ښیښې د کومي کونډي د بنګړو…خو وایه ځو به چېرته؟ چیري به هوسا کړم یبلي پښې، حال دئ په ها بل کلي کي هم ورته، هرې لوري تې پاشلي دي کوکۍ، دلته که د لر هلته بیا د بر خور ژاړي.

په یو لاس کې څراغ په بل کې سر نیولی پر سینه یو چا… لټوي ئې اندامونه په منار کي د جسمونو، څه خو به په لاس ورسي دې تورتم کي، دا سړی تر سهاره خپل پر ورور ژاړي.

د مړو مېندو له ګېډو ټولوي ستړی عزرائيل ځلاندي مرغلري، د خداي ډالۍ، ماشومي ارواح، ورسره راغلي ملایکي نور ټول ژاړي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب