شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاله روژه ماتي ورورسته د خرما او مېوې جوس ګټې

له روژه ماتي ورورسته د خرما او مېوې جوس ګټې

تاند  –  طب پوهان وایي، له روژه ماتي ورورسته خرما او تازه میوو جوس کولای شي ستاسې د بدن اوبه او انرژي پوره کړي.

دوی وایي، د روژې په نیولو سره په بدن کې اوبه او انرژي کمېږي، په دغه وخت  کې وجود انرژي ته اړتیا لري چې په بېړه د بدن اړتیا پوره کړي.

د پوهانو په باور، خرما او د مېوو اوبه په دې برخه کې ګټور ثابتېدای شي.

پوهان زیاتوي، له روژه ماتي وروسته د خرما او تازه میوو جوس په خوړو سره د بدن د ګلوکوزو اندازه عادي حالت ته راځي او سربېره پر دې په وجود کې د معدني موادو توازن هم ساتي.

د طب پوهانو په وینا، انتي اوکسیدونه، ویټامينونه، پوتاشیم او ځینې نور معدني مواد د بدن له اساسي اړتیاوو شمېرل کېږي.

پوهان څرګندوي چې ډېر خواږه خوړل ښايي روغتیا ته زیانمن تمام شي نو ځکه بهتره ده چې هر څه د یوه معیار له مخې وکارول شي، څو په بدن کې د مایعاتو له کمښت سره مخ نه شئ.

دوی دغه راز زیاتوي چې د مېوو او د هغو له اوبو په ګټې اخیستو سره کولای شو چې د وجود روغتیايي توازن وساتو.

د دوی د معلوماتو له مخې، په روژه کې د انسان په ورځنيو عادتونو لکه خوب، خوراک، څښاک او نورو کې بدلون راځي چې دا چاره تر ډېره د ستړیا لامل ګرځي.

د پوهانو د لارښوونو له مخې، له روژې سربېره هم هر کله که مو د خوب، خوراک څښاک او ورځنیو چارو تقسیم اوقات بدل شو نو هرو مرو ستړیا احساسوئ چې د رفع کولو لپاره یې خرما او د تازه مېوو جوس اساسي او ګټور درمل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب