شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeټولنیزتاریخد چین د دې مشهور دېوال د قوي والي له رازه خبر...

د چین د دې مشهور دېوال د قوي والي له رازه خبر یاست؟

تاند  –  د چېن هېواد دا مشهور دېوال چې شاوخوا دوه زره کلن تاریخ لري لا هم هېڅ د تخریب نښې پکې نه دي لیدل شوي او په خورا قوي ډول جوړ شوی دی.

څېړوونکي وایي، دا دېوال دوه زره کاله وړاندې د مېنګ په نوم د یو پاچاه د سلطنت پر وخت جوړ شوی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه لوی دېوال ( مېنګ ) د چين په ۹ ولايتونو ليائونينګ، هبئي، تيانجن، پکن، داخلي مغولستان، شانسي، شا انسي، نينګ شيا او ګانسو کې لکه د ښامار په بڼه پروت دی.

د دغه هېواد د یوه پوهنتون د څېړنو ډلې تازه د دغه دېوال په اړه څېړنې ترسره کړې دي.

د دوی څېړنو ثابته کړې چې په چین کې دا تاریخي او یو تر ټولو اوږود دېوال له ډېرو قوي او کلکو موادو څخه جوړ شوی او ښایي سلګونه کالونه نور هم د تخریب یا ویجاړۍ څرک پکې ونه لېدل شي.

دغو څېړوونکو د خپلو ترسره کړیو څېړنو له مخې ویلي چې د دې دیوال په لګول شویو خښتو کې د وریژو/ وریجو مخلوط مواد کارول شوي او ورسره ځينې نور شیان ګډ کړل شوي چې له امله یې دا دېوال بېخي قوي او محکم جوړ شوی دی.

دا څېړنه چې د چین د “جیانګ پوهنتون” د یوې ډلې له خوا د ساینسپوه ”بین جیانز” په مشري د قوي مایکروسکوپ په زریعه شوې، ثابتوي چې د دیوال د دوه خښتو تر منځ د پیوند په هدف د وریجو له حلوا څخه ګټه اخېستل شوې، نو ځکه یې دا دیوال محکم جوړ شوی دی.

د معلوماتو له مخې، دا دیوال چې شاوخوا له دوه زره کلونو پخوانی دی په نړۍ واله کچه شهرت لري او د “مېنګ “په نوم د یوه امپراطور د سلطنت او پاچاهي پر مهال جوړ شوی دی.

د څېړوونکو په وینا، دا دیوال شاوخوا پنځه زره کيلومتره اوږدوالی لري او په جوړولو کې یې د وریجو د میده کولو تر څنګ د لیمو او شین چای له مېکس اوبو څخه هم استفاده شوې ده.

څېړوونکي دغه راز زیاتوي چې د دیوال د قویتوب او محکموالي یو علت د همدې درېیو شیانو، وریجو، چای او لیمو کارول دي، چې تر ننه یې یاد دیوال محکم ساتلی دی.

د چين لوی دېوال د نړۍ ترټولو لوی دېوال او د تاريخ له پلوه ترټولو جالبه معماري ده چې د نړۍ د اوه ګونو عجايبو څخه هم شمېرل کېږي.

د دې په هکله د چينايانو دا خبره ډېره جالبه او مشهوره ده، دوی وايي: کوم بهرنۍ ( غير چيني وګړی ) چې چين ته راشي او د چين د لوی دېوال څخه لیدنه ونکړي، نو داسې مانا ورکوي چې ګواکې بيخي چين ته نه دی راغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب