دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د لوګر برید غیر انساني کړنه او وحشتناک عمل دی

خلیلزاد: د لوګر برید غیر انساني کړنه او وحشتناک عمل دی

تاند ( یک شنبه، د ثور ۱۲مه) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په لوګر کې وروستی موټربم برید په کلکو ټکو غندلی.

خلیلزاد په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې دا یو بې معنی برید، غیر انساني کړنه او وحشتناک عمل و.

نوموړی زیاتوي، چې دا برید پر بې ګناه افغانانو او هغو ځوانانو شوی، چې د کانکور په ازموینه کې یې ګډون کاوه.

خلیلزاد ویلي، چې دغه برید او عاملین یې په کلکو ټکو غندي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ماښام مهال د لوګر په مرکز پل عالم کې موټربم  چاودنه وشوه.

د وروستیو معلوماتو له مخې په پېښه کې ۲۶  وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي.

دې پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

تر اوسه د  دې پېښې مسوولیت چانه دی منلی، خو افغان حکومت وسله وال طالبان د دې پېښې مسوولین یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب