تاند (دوشنبه، د ثور ۱۲مه) د آی پي اېل ۲۷مه لوبه د چینای سوپر کېنګز او ممبی انډینز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
پچه ممبی وګټله او لومړی يې چینای ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
چینای سوپر کېنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۸ منډې وکړې.
رایډو د ۷ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مټ په ۲۷ توپونو ۷۲ ناسوځېدلې، معین علي ۵۸ او ډوپلیسي ۵۰ منډې وکړې.
د ممبۍ له خوا پولارډ ۲، ټرینټ بولټ او جسپریت بومرا ۱-۱ لوبغاړي وسوځول.
ممبی انډینز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په وروستي توپ لوبه وګټله.
پولارډ ډېره په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړه.
نوموړي خپلې لوبډلې ته د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ په ۳۴ توپونو ۸۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دغه راز ډي کوک ۳۸، روهیت شرما ۳۵ او کرونال پانډیا ۳۲ منډې وکړې.
چینای لپاره بیا سام کران ۳ لوبغاړي وسوځول.
ممبی د دې لوبې په ګټلو سره په جدول کې ۴مه ځای خو چینای اوس هم د ۱۰ نومرو په لرلو سره په جدول کې لومړۍ لوبډله ده.