پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهاحمدولي هوتک د مې په ۱۴ مه له فرانسوي سیال سره لوبه...

احمدولي هوتک د مې په ۱۴ مه له فرانسوي سیال سره لوبه لري

تاند (یک شنبه، د ثور ۱۲مه) د افغانستان د آزادو سیالیو یا فري فایټ پياوړی لوبغاړی  احمد ولي هوتک په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د مې پر ۱۴ مه له خپل فرانسوي سیال (نائیب اعزام) سره لوبه لري.

هوتک په خپله فېسبوک پآڼه لیکي، چې سيال يې څلوېښت رسمي سيالۍ په مشهورو اروپايي سازمانونو کې کړي دي.

نوموړی وایي دې لوبې ته یې پوره چمتووالی نیولی او هیله لري، چې په زړه پورې سيالۍ به نندارې ته وړاندې کړي.

هوتک وایي: « لا هم پر سختو تمريناتو بوخت يم او هڅه کوم راتلونکې لوبه کې هم بریا خپله کړم.»

د یادونې ده چې څه موده وړاندې احمد ولي هوتک د فري فایټ په یوه لوبه کې خپل برازیلي سیال لیونارډ باربوسا په ګونډو کړ او بریا یې خپله کړه.

احمد ولي هوتک څو ځله وړاندې هم دا ډول نړیوالې سیالۍ ترسره کړي، چې تر ډېره یې په خپلې بریا پای ته رسولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب