یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهعبدالله: طالبان باید اوربند وکړي؛ د لوګر په څېر وحشیانه بریدونه به...

عبدالله: طالبان باید اوربند وکړي؛ د لوګر په څېر وحشیانه بریدونه به د سولې هڅې زیانمنې کړي

تاند ( شنبه، د ثور ۱۱مه) د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې له جګړو لاس په سر شي.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې لوګر کې د تېرې شپې برید غندلی او ویلي يې دي، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د دې سبب شوی چې دغه ډول غیر انساني بریدونو ته زمینه برابره شي.

ولسمشر غني :طالبان د خدای او افغان ولس پر وړاندې د لوګر د پېښې مسوول دي

هغه پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي.

عبدالله عبدالله ویلي، دمګړی د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه هڅې ډېرې شوي خو دغه ډول وحشیانه او بزدلانه بریدونه کولی شي، چې دا هڅې له خنډ سره مخ کړي.

عبدالله له طالبانو غوښتي چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت دې سرتاسري اوربند اعلان کړي.

عبدالله عبدالله داسې مهال له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، چې یادې ډلې په وار وار له دې وړاندې د اوربند غوښتنه رد کړې او جګړو ته یې زور ورکړی دی.

لوګر کې د طالبانو موټربم برید ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب