سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلوګر کې د تېرماښام ځانمرګي برید ګڼ مالي زیانونه هم اړولي

لوګر کې د تېرماښام ځانمرګي برید ګڼ مالي زیانونه هم اړولي

تاند ( شنبه، د ثور ۱۱مه) په لوګر ولایت کې یو شمېر هټیوال او لاسي پلورونکي وایي، د تېر ماښام موټر بم برید سخت مالي زیانونه ور اړولي دي.

عبیدالله یو له هغو هټیوالو دی، چې د رخت مالونه یې په پوره ډول له منځه تللي دي.

نوموړی وایي: « زه د ماښام روژه ماتي لپاره کور ته لاړ ، دوکان مې بند کړ، پر روژه ماتي ناست وو، چې درز شول، چې راغلو ډېر زیات خلک مړه او ټپيان وو، دوکانونه ړنګ شوي وو، او زما هم د رخت ټول مالونه له منځه تللي دي.»

یو بل هټيوال چې د چاودنې شاهد پاتې شوی وایي، هېڅ دوکان روغ نه دی پاتې.

دی وایي:« روژه ماتی مې کاوه چې چاودنه وشوه او بیا نه یم پوه شوی ، چې څه شوي دي، وروسته چې راپورته شوم هرڅه ړنګ وو، مړي او زخمیان پراته وو.»

د لوګر په مرکز پل عالم کې د یوه مارکېټ څښتن بیا وایي، چې چاودنې لکونه زیان ور اړولی دی.

دی وایي د مارکېټ ودانۍ یې ړنګه شوې او په کې د هټېوالو مالونه هم له منځه تللي دي.

هټیوال له حکومت نه غوښتنه کوي څو له دوی سره مرسته وکړي.

تېرماښام د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د روژه ماتي پر مهال موټر بم چاودنه وشوه.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزی وایي، ځانمرګی برید ملکي روغتون ته څېرمه د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالولي وکیل په پخواني کور کې شوی دی.

ستانکزی وایی په دې برید کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

بل لورته بیا د والي ویاند دیدار لونګ وايي، چې په یاده پېښه کې  ۱۷ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپيان دي.

لونګ زیاته کړه، چې په دې برید کې ملکي روغتون او نږدې ودانیو ته سخت زیان اوښتی او ډیری خلک تر خاورو لاندې دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې تر اوسه له یادې پيښې ۲۱ جسدونه او ۹۱ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د ځايي خلکو په خبره په دې برید کې ډېری هغه کسان وژل شوي، چې مرکز پل عالم ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون په موخه راغلي وو.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی خو افغان حکومت د دې پېښې عاملین وسله وال طالبان بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب