Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان: د چمن لار به نن د ټرانزیټ پر مخ پرانیستل شي

پاکستان: د چمن لار به نن د ټرانزیټ پر مخ پرانیستل شي

تاند ( شنبه، د ثور ۱۱مه)  د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي آستازي محمد صادق په خپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د “چمن” لاره به سر له نن څخه پرانیستل شي.

هغه لیکلي، چې دا لار به  د سوداګریزو توکو او ټرانزیټ پر مخ د ورځې ۱۸ ساعتونه خلاصه وي.

د معلوماتو له مخې تېره دوشنبه د ثور په شپږمه یاده لار د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د جګړې له امله وتړل شوه.

امنیتي سرچینو هغه مهال ویلي وو، چې پاکستاني ملېشو هڅه کوله د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي کې اغزن سیم ولګوي، چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

د چمن لاره داسې مهال پرانیستل کېږي ، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق تېره  یکشنبه کابل ته راغلی وو او دلته یې له افغان چارواکو سره پر سوله، امنیت، سوداګرۍ او ترانزیت برخو کې د خنډونو پر حل لارو خبرې وکړي.

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته؛ د سپین بولدک ـ چمن لار وتړل شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...