یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاموبایل ته ډېر کتل مو په سرطان ناروغي اخته کوي

موبایل ته ډېر کتل مو په سرطان ناروغي اخته کوي

تاند  –  روغتیا پوهان وایي، هر هغه څوک چې موبایل ته ډېر ګوري ډېر استعمال یې د سرطاني ناروغيو خطر ډېروي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان ناروغي د څېړنو مرکز وایي چې د موبایل ډېر استعمال د سرطان ناروغي خطر ډېروي او خلک یې باید له استعمال سره پوره پام وکړي.

دغه مرکز د خپلو تازه څېړنو په ترڅ کې ویلي چې د موبايل ټيليفون له خوا خپريدونكي الكتروماينيتيك څپې د سرطان د ناروغيو خطر ډيروي او نوموړې ناروغۍ ته لار پرانيزي.

دوی وایي، د موبايل كاروونكي تر ټولو زيات د مغزي سرطان د ناورغيو د ګواښ سره مخامخ دي.

دغه مرکز زیاته کړې چې د موبايل ټيليفون الكتروماينيتيك څپې په ځانګړې توګه مغزي سرطان ته لار پرانيزي.

د دغه مرکز له لوري په تازه خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې موباييل د ټيليفون الكتروماينيتيك څپې تر ټولو زيات په ځوان نسل او ماشومانو ډيرې بدې اغيزې كوي.

د معلوماتو له مخې، د ۱۴ هيوادونو له لوري دا تازه تر سره شوې څېړنې په فرانسه كې تر سره او پایلې یې د روغتیا نړېوال سازمان د سرطاني ناروغیو له څېړنیز مرکز سره شریکې شوې دي.

د موبایلونو ګرم بازار چې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی، نن ورځ په ټوله نړۍ كې پنځه ميليارده تنه انسانان د موبايل ټيليفون نه ګټه پورته کوي.

د معلوماتو له مخې، په نړۍ كې د موبايل ګرځنده ټيليفونونو بازار د ۱۹۸۰ كلونو نه وروسته پیل شوی چې اوس د هرې ورځې په تېرېدو په چټكئ سره د پراختيا په حال كې دى.

خو پوهان خبرداری ورکوي، که یې له استعمال سره پام ونه شي نو د دغې ناروغي د ډېرېدو کچه به خورا لوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب