Home+ابراهیم ځدراڼ د انګلیستان له هیل کلب سره یوځای کېږي

ابراهیم ځدراڼ د انګلیستان له هیل کلب سره یوځای کېږي

تاند(جمعه، د ثور۱۰) ټاکل شوې ده چې د انګلیستان بوني هیل کرکټ کلب له افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ سره قرارداد وکړي.

د دې لوبډلې کیپتان ټام میلر وویل، که د ابراهیم ځدراڼ د وېزې په چارو کې ستونزې پېښې نه شي، دوی لېواله دي چې له استعداده یې په خپل کلب کې ګټه واخلي.

ابراهیم ځدراڼ په وروستیو څو سیالیو کې د یوه ښه بېټسمن په توګه وځلېد.

ده د افغانستان لپاره د نولس کلونو په دوو نړیوالو جامونو کې لوبه کړې ده.

د هیل کلب کیپتان په دې خواشیني څرګنده کړې چې د ابراهیم ځدراڼ د ویزې پروسه اوږده شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...