جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد امریکا د بهرنیوچارو دوو پخوانیو وزیرانو د ځواکونو د ایستلو په...

د امریکا د بهرنیوچارو دوو پخوانیو وزیرانو د ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړه وغندله

تاند(جمعه، د ثور۱۰) د امریکا د بهرنیو چارو دوو پخوانیو وزیرانو کاندولیزا رايس او هیلري کلنټن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د جو بایډن پر پرېکړې نیوکه وکړه.

مېرمن کلنټن، چې د بایډن په شان د دیموکرات ګوړند غړې ده، د امریکا د سناجرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډې ته په انلاین ډول وویل چې د ځواکونو له ایستلو وروسته د افغانستان په اړه او د امریکايي دیپلوماتانو په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ سلاکارې او د بهرنیو چارو وزیرې کوندلیزا راييس هم دې غونډې ته د مېرمن کلنټن په شان اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل، ممکن امریکا مجبوره شي چې بیا افغانستان ته ځواکونه ولېږي.

ولسمشر بایډن د اپریل په ۱۴ مه اعلان وکړ چې ټول امریکايي پوځیان به د سپټمبر تر یوولسمې، چې پر امریکا د تروریستي حملو له شلمې کالیزې سره برابره ده، له افغانستانه وباسي.

په همدې حال کې د القاعده شبکې غړیو سي این این تلویزیون ته ویلي چې دوی به د امریکا پر ضد په ټولو جبهو کې جګړې ته دوام ورکړي.

دوی په افغانستان کې خپل بری اعلان کړ، ویې ویل چې امریکا ته یې ماته ورکړې ده.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که طالبان غواړي چې په نړۍ کې ورڅخه کرکه ونه شي، له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره دې اړیکې پرې کړي.

د دې وزارت ویندوی دا خبره د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړه:

«د کرکې نتیجه د هر ډول نړیوال مشروعیت نه لرل او د پایښت لپاره د توان نشتوالی دی. که طالبان غواړي چې د افغانستان د راتلونکې یوه برخه شي، د ښځو او نجونو حقونو ته له درناوي، له له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو له پرې کولو پرته به دا ممکنه نه وي.»

له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو شلون له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د موافقې یو اساسي شرط و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب