جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکايي چارواکي وېره لري چې القاعده به بیا افغانستان ته مخه کړي

امریکايي چارواکي وېره لري چې القاعده به بیا افغانستان ته مخه کړي

تاند(جمعه، ثور۱۰) د القاعده شبکې د مشر او په نیویارک او واشنګټن کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو د اصلي طراح اسامه بن لادن د وژل کېدو لس کاله پوره کېږي خو لا هم د القاعده شبکې د تهدد په اړه اندېښنه شته.

د یو شمېر شنونکو په باور د سپټمبر پر یوولسمه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پرېکړه د تروریزم پر ضد د امریکا جګړه نوي پړاو ته بیايي، خو القاعده وايي چې د امریکا پر ضد به یې جګړه روانه وي او امریکا به له نورو اسلامي هیوادونو هم وباسي.

د سیاسي چارو ځینې کتونکي د القاعده له لوري دا ډول ادعاوې د دې ډلې تبلیغات بولي او وايي چې دې شبکې ته اوس له تبلیغاتو پرته ډېر څه نه دي ورپاتې.

خو ځینې نور بیا وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته دا احتمال شته چې دا ډله بیا ځان منظم کړي.

د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ سلاکارې کوندلیزا رايیس او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ولسمشرۍ کاندیدې هیلري کلنټن هم د هغو کسانو په ډله کې دي چې له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو انتقاد لري. دوی د پنجشنبې په ورځ د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې ممکن امریکايي پوځیان بیا مجبوره شي چې افغانستان ته لاړ شي.

امریکا په قطر کې له اتلس میاشتې خبرو او د طالبانو له دې ژمنې وروسته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه چې دا ډله به د القاعده په شمول هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د امریکا او نورو هیوادونو پر ضد کار واخلي.

د القاعده شبکې اوسنی مشر ایمن الظواهري د افغانستان او پاکستان ترمنځ په کومه سیمه کې اوسي او طالبان لا هم حاضر نه دي چې په زغرده له القاعده سره د اړیکو پرېکون اعلان کړي.

طالبان وايي چې د القاعده شبکې غړي د منځني ختیځ هیوادونو ته تللي او نور په افغانستان کې د دې شبکې غړي نه شته. خو ډېر امریکايي چارواکي اندېښنه لري چې طالبان به یو وار بیا القاعده شبکې ته پناه ورکړي. امریکايي چارواکي تاییدوي چې اوس په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړیو شمېر خورا کم شوی خو د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته کېدای شي د دې دلې غړي یو وار بیا دې هیواد ته مخه کړي په تېره بیا که په افغانستان کې طالبان له اوسني حکومت سره ګډ حکومت جوړ نه کړي او جګړه لا تېزه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب