دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+هر کار ته د اړتیا له مخې لومړیتوب ورکړئ| جنرال دولت وزیري

هر کار ته د اړتیا له مخې لومړیتوب ورکړئ| جنرال دولت وزیري

څومره چې ماته څرګنده ده او له نږدې مې هم ليدلي دي، د نورې نړۍ خلک د يوه کار د پلانولو پر وخت د هغه کار د تر سره کولو لپاره ټولې لارې چارې سنجوي، خو بیا يې هغې برخې ته لومړیتوب ورکوي، چې ډېره ورته اړتيا وي، ګټې او زیانونه دواړه سنجوي، کله چې د ګټې تله درنه وي، لومړیتوب ورکوي. هغه برخه چې لومړۍ ترسره شي، اخر ته يې نه پرېږدي او د پای کار په لومړي سر کې نه تر سره کوي.

لوړ پوړ ته په پوړۍ ختل له لومړۍ پوړۍ پیلېږي، هېڅکله داسې نه دي شوي چې د ختلو لپاره دې پر وروستۍ پوړۍ لومړی پل کېښودل شي. که داسې ونه شي، بې له ماتې او ناکامۍ، بریا به يې هېڅ وخت په برخه نه وي.

په ډېر شمېر خلک اول کار کوي او بيا وروسته فکر کوي، همغه دی چې دوی تل د دې په ارمان وي او وايي کاشکې چې وروستی عقل مخکې وای.

د ژوند په ټولو برخو کې باید لومړیتوبونه ولټول شي، په سیاست کې لومړیتوبونه له ټولو اړين دي، ځکه سیاست د يوې ټولنې او یا يوه هېواد برخلیک ټاکي. واکمن ته په کار ده چې لومړی خپل خلک له لوږې وژغوري او بیا وروسته نور لومړیتوبونه په نظر کې ونیسي، نه دا چې خلک به د لوږې مړه کېږي او واکمن به ورته فضا ته د ختلو کیسې کوي.

د فرانسې هېواد خلک د څوارلسم لوئی (زېږېدنه: ۱۶۳۸م کال د سپټمبر ۵ مه- مړینه ۱۷۱۵م کال د سپټمبر لومړۍ) د واکمنۍ پر وخت له لوږې مړه کېدل، خو اولادونو يې ور ته ویل چې ولې کيک او کلچې نه خوري.

په جګړه کې هم همداسې ده. کله چې یو قوماندان د جګړې کولو پرېکړه کوي، بايد ټول لومړیتوبونه په نظر کې وساتي. لومړی باید دا معلوم کړي چې دی برید ته ځي او که مدافعه کوي. که چېرې يې برید ته زړه ښه کړ باید د برید لپاره ټول لومړیتوبونه په نظر کې وساتي او که نه نو په زور به خپل ځواکونه د نابودۍ کندې ته ورټېل وهي.

اوس چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه کډې باروي، واکمنو ته په کار ده چې د مستقلې دفاع لپاره ټول لومړیتوبونه په ګوته کړي چې بیا يې په تر سره کولو کې له ستونزو سره مخ نه شي.

زما په اند تر ټولو  مخکې دی د دښمن د روانې جګړې پر ضد ټول امکانات په کار واچوي. دويم دا چې ټول ملت دې د مستقلې دفاع لپاره راوبلل شي. بله دا چې له شخصي ګټو او له بې اتفاقیو تېر شو ټول دې په يوه صف کې د دفاع په فکر کې شي.

څلورم دا چې د وسله والو ځواکونو کلک ملاتړ دې وشي او هېچا ته اجازه ور نه کړل شي چې په خپلو پوچو تبلیغاتو د وسله والو ځواکونو مورال زیانمن کړي.

ښه خبره به دا وي چې ټولو مطبوعاتو ته د ملي ګټو په خاطر سور خط کش شي او د ډموکراسۍ په نامه د ملي ګټو پر ضد تبلیغاتو ته اجازه ور نه کړل شي.

بله دا چې په دې فکر وشي چې څرنګه د وسله والو ځواکونو د اړتياوو د پوره کولو په هکله تدابیر ونیول شي.

خبرې ډېرې دي خو سر يې یو دی، که غواړئ چې ملت مو واحد پاتې شي، هېواد مو غښتلی پاتې شي او په نړۍ کی د سیالانو سيال شي، دا ټول په یووالي سره لاس ته راوړلای شئ.

لنډه دا چې بریا په يووالي کې ده.

که مو د احمد شاه بابا سپارښتنه په پام کې ونیوله بې له شکه بریا به زموږ پر خوا وي.

راځئ چې ځیر شو هرې خواته

هرې خواته غليمان دي

يو پر بل مو سره وژني

وايي خپل یو رقیبان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب