تاند (جمعه د ثور ۱۰) سپینه ماڼۍ وايي چې له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړی دی او په دې سره یې هغه څرګندونې تایید کړې چې یوه لوړ پوړي امریکایي جنرال کړې وې.
د راپورونو له مخې شااوخوا ۱۰۰ سرتیري پرون پنجشنبه له خپلو پوځي تجهیزاتو سره په یوه الوتکه کې له افغانستانه ووتل.
د ناټو یوه چارواکې هم فرانس پرېس خبري اژانس ته تایید کړې چې له افغانستانه یې وتل پیل کړي.
د دغه چارواکي په خبره چې د ځواکونو خوندیتوب یې تر ټولو لوی لومړیتوب دی او زیاته کړې یې ده چې د سرتېرو وتلو بهیر په ترڅ کې د طالبانو هر برید به له قوي ځواب سره مخامخ شي.
نوموړي ویلي چې د سرتېرو اېستلو بهیر به په څو میاشتې کې بشپړ شي، خو د دقیق وخت په هکله یې جزیات نه دي ورکړي.
د امریکا ولسمشر له دې مخکې اعلان کړی و چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر به د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړ کړي.
جو بایډن د ولسمشر په توګه د پنجشنبې په شپه کانګرس ته په وینا کې وویل چې ځواکونو یې په افغانستان کې خپل هدف ترلاسه کړی، اوسامه ووژل شو، القاعده کمزورې شوه او زیاته یې کړه چې نور باید له دې هېواده ووځي.