جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد وسله والو بریدونو دوام؛ بغلان کې ۷ لمونځ کوونکي وژل شوي

د وسله والو بریدونو دوام؛ بغلان کې ۷ لمونځ کوونکي وژل شوي

تاند (جمعه د ثور ۱۰) چارواکي وايي، وسله والو د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې ۷ تنه لمونځ کوونکي کې په ډزو وژلي دي.

دغه پېښه تیره شپه د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په ولیان دره سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارووزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې یاد کسان د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي، خو طالبانو بیا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د ښاغلي ارین په خبره چې لمونځ کوونکي د تراوېح لمونځ تر ادا کولو وروسته کور ته پر لار و چې برید پرې شوی دی.

ویل کېږي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ویلي چې تر دې پېښې وروسته د پولیسو په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې هم د تراوېح د لمانځه پر مهال د وسله والو په ډزو کې ۱۲ کسان ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب