جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهسي ان ان: القاعده ډلې له امریکا سره د جګړې اعلان کړی

سي ان ان: القاعده ډلې له امریکا سره د جګړې اعلان کړی

تاند(جمعه، د ثور ۱۰) د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، القاعدې ډلې یو ځل بیا له امریکا سره د جګړې اعلان کړی دی.

القاعده ډلې ويلي چې تر هغو به له امريکا سره خپلې جګړې ته دوام ورکوي، چې له ټولو اسلامي هېوادونو څخه یېئ امریکایان ایستلي نه وي.

سي ان ان داسې مهال دا راپور ورکوي، چې نن سپینې ماڼۍ ویلي، چې ځواکونو یې له افغانستانه وتل پیل کړل او په دې سره یې هغه څرګندونې تایید کړې چې یوه لوړ پوړي امریکایې جنرال کړې وې.

د راپورونو له مخې شااوخوا ۱۰۰ سرتیري له پوځي تجهیزاتو سره په الوتکه کې ووتل.

په همدې وخت کې د ناټو یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی فرانس پرېس خبري آژانس ته تایید کړې چې له افغانستانه یې وتل پیل کړل.

د ناټو دغه چارواکي دا هم ویلي چې د دې بهیر په هر پړاو کې د دې ایتلاف د ځواکونو خوندیتوب یې تر ټولو لوی لومړیتوب دی او زیاته کړې یې ده چې د دې بهیر په ترڅ کې د طالبانو هر برید به له قوي ځواب سره مخامخ شي.

دی وایي، په پام کې لري چې څو میاشتو کې دا بهیر بشپړ شي، خو د دقیق وخت په اړه یې د جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

القاعده شبکې ادعا کړې چې په افغانستان کې یې امریکا ماته کړې ده.

سي این این وايي چې د القاعده شبکې د څرګندونو په اړه یې له طالبانو سره د تماس هڅه وکړه خو دې ډلې په دې باب له څه ویلو دډه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب