سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeسپورتد سویلي افریقا د کرکټ ځوان لوبغاړی وین پرنیل او مېرمن یې...

د سویلي افریقا د کرکټ ځوان لوبغاړی وین پرنیل او مېرمن یې دواړه په اسلام مشرف شول

تاند ( پنجشنبه، د غویی ۹ ) د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبغاړي وین پرنېل د خپلې مېرمنې سره یو ځای خپل دین ( عیسویت) پرېښود او دواړه د اسلام په مبارک دین مشرف شول.

هغه ۲۶ کاله عمر لري او د افریقا دویم لوبغاړی شو چې د اسلام مبارک دین مني او مسلمانیږي.

نوموړي څو ورځې وړاندې له مېرمن میشک ایسن سره واده وکړ او له واده څو ساعته وروسته دواړه مسلمانان شول.

هغه د افریقا لپاره یوه یو ورځنۍ، ۷ شل اوریزې لوبې کړي او ۶ وېکټې یې اخیستي دي.

نوموړی ځوان لوبغاړی دی، چې په کیڼ لاس ارتودوکس کراره یا څوکه توپ اچونه کوي او په ښي لاس توپوهنه کوي.

وین د اسلام مبارک دین تر قبلولو وروسته خپل نوم عماد ته واړاوه او اوس د عماد په نوم یادیږي.

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې دې ځوان لوبغاړي په خپله انسټګرام پاڼه لیکلي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د اسلام سپیڅلی دین قبول کړ او اوس روژې هم نیسي.

ویل کیږي چې د نوموړي د دې اقدام تر شا د هغه هېواد د بل مسلمان لوبغاړي هاشم املا لاس دی چې د کرېکټ په نړۍ کې په یوه غوره مسلمان شخصیت بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له ده وړاندې په ۲۰۱۱ کې د افریقا بل کیڼ لاسي الراونډر وېن پرنېل هم اسلام قبول کړی و او اوس مسلمان دی.

د معلوماتو له مخې، وېن پرنېل اوس ۳۱ کاله عمر لري او د افریقا لپاره یې په ټولو یو ورځنیو لوبو کې ۹۴ وېکټې اخیستي او شل اوریزو لوبو کې یې ۴۱ وېکټې ترلاسه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی