جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي د افغانستان په هکله خبرو...

د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي د افغانستان په هکله خبرو ته کېني

تاند (پنجشنبه د ثور ۹) ټاکل شوې چې سبا جمعه د اپرېل په دېرشمه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي د افغانستان په هکله د ترویکا د کنفرانسونو په چوکاټ کې سره جرګه شي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په دې غونډه کې به د روسیې له لوري دی په خپله، د امریکا له لوري زلمی خلیلزاد او د چین او پاکستان استازي ګډون کوي.

په دې کنفرانس کې به د افغان سولې پر روانه پروسه او د افغانستان په راتلونکي وضعیت خبرې کېږي.

ضمیر کابلوف ویلي له دې لیدنې مهمه موخه دا ده چې د سولې په بهیر کې خوځښت رامنځ ته شي او د شته ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري وشي.

روسیې تر دې مخکې هم ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره ګامونه اوچت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب