چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د ښځې نن تاریخ | رحمت پټان

د ښځې نن تاریخ | رحمت پټان

افغاني ټولنه یوه نرواکه ټولنه ده. پلار، ورور او کورنۍ هر نارینه حق لري، چې ښځه خرڅه کړي او له کور څخه ورته زندان جوړ کړي. کولای شي، ښځه بې تعلیمه لویه کړي، همدا شان د تعلیم څخه یې لیري وساتي. د نر سړي لپاره دا شرم نه دی، چې ښځه وتښتوي، خو د ښځې لپاره دا بیا لوی شرم او جرم دی چې نارینه سره وتښتي یا نارینه وتښتوي.

که نارینه د ښځې سره اړیکه وساتي، نارینه ورته پیغور نه ورکوي، کولای شي عادي خبره ده خو که ښځې د نر سره په اړیکه ساتلو کې ونیول شوه یا نارینه ترې خبر شول، کولای شي ښځه ووژني.

نر اولاد چې پیدا شي، ډېره خوشحالي ده، خو جلکۍ پیدا کیدل عادي یا یوه بده د خپګان خبره ده.

د ښځې مراث څخه بې برخې کيدل یو ښه کار دی، ښځې ته مراث نه ورکول کېږي. ښځه د نارینه سره هېڅ ډول مساوي حق نه لري.

نر ښځې ته کولای شي، په عادي ډول وګوري او که موکه ورته پیدا شوه سکس ورسره وکړي، خو ښځه بیا دغه شان هېڅ حق نه لري، ځکه فاحیشه او بده ګڼل کېږي.

ښځه باید پټه خوله واوسېږي او په نرانو د امر حق نه لري، خو نر د دوی برعکس دی. ښځه ټول عورت دی، حتا مخ او سر یې هم باید پټ وي، خو نر ځینې غړي یوازې عورت دي، همدا شان مخ او سر لوځل ورته عادي یا ښه کار ګڼل کېږي.

ښځه په افغاني ټولنه کې د شیطان په توګه پېژندل کېږي، خو نر بیا داسې نه ګڼل کېږي.

ښځې بیواکه او بدني او ذهني کمزورې ګڼل کېږي. د واک او مشري صلاحیت نه لري. عقل یې په پونده کې ګڼل کېږي.

په ۱۵۲۳ م کال کې د کلیسا د ښوونیزو چارو یوه کار پوه د ښځو د روزلو دا نظر ورکړی و (( کله چې ماشوم خبرې او حرکت زده کوي، نو هلکان باید له نجونو څخه جلا وشي. نجونې باید په داسې لوبو عادت شي چې وروسته یې په کار راشي، د لوبو لپاره لوښي او نور توکي ورکړئ چې د کور له کارونو سره یې شوق پیدا شي، انجونو دې لږې زده کړې وکړي او ورسره باید د وړیو اوبدلو، ټوکر جوړولو او اخلي پخلي چارې زده کړي)) . همدې ته ورته نظر او مفکورې اوس هم په افغاني ټولنه کې موجودې دي.

دا چې اوس موږ څومره وروسته پاتې یوو ” ټامس اکرانا په دیارلسمې پېړۍ کې د ارسطو د فلسفې او مذهب پر بنسټ د ښځې مقام نور هم راښکته کړ، ارسطو دلیل درلود چې ښځه د نر مسخ شوی شکل دی، ماشوم زېږولو کې هېڅ ونډه نه لري، دا یوازې مواد پیدا کوي او ماشوم ته ژوند پلار ورکوي، ځکه باید بچي د مور په پرتله له پلار سره ډېره مینه وکړي؛ هغه په مذهبي مراسمو کې د ښځو په برخې اخستلو مخالفت ښوده”.

له دې څخه زیاتې بدې نظرې او مفکورې اوس هم په افغاني ټولنه کې موجودي دی.

ښځه اوس هم د سکس او کورنۍ کار لپاره پیدا بولي. حتا د ښځې غږ ناموسي خبره بولي.

تر ټولو بده یې دا ده، هغه حق چې د اسلام دین ښځې ته ورکړی او ټوله ټولنه ځان د اسلامي دین ملاتړي یا مسلمانان ځانونه بولي، هغه حق هم ترې اخیستل شوی.

اس لږ لږ څرک چې ښځې ته د ازادۍ ورکول شوی، پورته عملونه استثناء ځوانان او پوه خلک نقد کوي او کار ورته روان دی، تر څو ښځې ته حق ورکول شي، خو کوم فکر چې د ښځې په اړه افغاني ټولنه لري، پیړۍ پیړۍ پخوانۍ دی. له دې مفکورې، ذهنیت، عمل او کار څخه معلومېږي، چې دغه ټولنه څومره وروسته پاتې ده او څومره کار ته ضرورت لري.

په میلونونو نارینه او ښځينو کې په ډېر کم اندازه ښځو ته حق ورکول شوی دی خو هغه حق به هم ترې بل وکړي اخیستی وي، یا به یو چا ورته سترګې پټې وي، هغه حق چې ښځې ته ورکول شوی دی ترې واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب