شنبه, مې 4, 2024
Homeټولنیزچې اوسې په خوی به د هغو سې/ نورمحمد سعید

چې اوسې په خوی به د هغو سې/ نورمحمد سعید

په نړۍ کې تر ډېره حده دود داسې دی چې زده کوونکي غیر نصابي فعالیتونو ته هڅول کېږي. د دې چارې مقصد دا دی، چې په غیر نصابي فعالیتونو کې زده کونکي تر ډېره حده په خلاص مټ د خپل ذوق پالنه کوي. همدغه د ذوق پالنه یوه خوا ورسره په راتلونکي کې د خپلې خوښې مسلک ټاکلو کې مرسته کوي او بل لور ته له یوه زده کوونکي سره له ټاکلي چاپېریاله بهر د پراخو معلوماتو په را ټولولو کې مرسته کوي.

ډېرو هېوادونو کې دا لړۍ یوازې تر زده کونکو او محصلانو پورې محدوده نه پاتې کېږي، بلکې د ژوند ټولو اړخونو کې فعال کسان له خپلو رسمي مسوولیتونو سره سره ذوقي فعالیتونو ته هم وخت باسي او زمینه ورته برابروي.

مثلاً سره له دې، چې هلته په پرمختللو هېوادونو کې لوی کتابتونونه شته، خو یو شمېر کسان په ګډه د مطالعې لپاره کلبونه جوړوي. نوي کتابونه تر لاسه کوي، د کلب په ټولو غړو یې وېشي او د مطالعې لپاره یې د ضرب الاجل په توګه یوه نېټه ټاکي. له هغې وروسته ټول غړي یو ځای کېږي او د کتاب په باب خپل نظر څرګندوي، خوبیانې او خامیانې یې شمېرې او نقد پرې کوي.

له دې اوږده تمهیده مطلب یوازې دا دی، چې تر ډېره حده داسې کارونه کول دلته هم کېدای شي، چې د ګټو په باب یې پوښتنو ځوابونو ته اړتیا نه شته، ان د وطن په کلیو بانډو کې هم دغه ډول فعالیتونه کېدای شي، چې کتابونه تبادله شي، خبرې پرې وشې او له یوه بل سره پرې د نظر تبادله وشي. له همدې مطالعې نه تر لاسه شوي معلومات له خپل نظر سره یو ځای لیکل کېدای شي او پرې علمي او ادبي بحثونه کېدای شي. دغه کار هم د لیک لوست فرهنګ ته وده ورکوي او هم د علمي بحثونو هنر رازده کوي.

ښه ده، چې اوس د بهیرونو لړۍ ان زما کلي ته هم ورسېده، چې یو وخت په کې دغسې کارونه په خوب کې هم نه لیدل کېدل او دغه بهیرونه دي، چې غونډو کې یې ګډونوال د یوه بل له معلوماتو ګټه اخیستلای شي. همدغه د بهیرونو ناستې د پورته یادو مقصدونو لپاره کارولای شو.

مثلاً موږ په ډېره اسانۍ کولای شو، د بهیر غونډو کې نوي علمي او ادبي کتابونه پر ګډونوالو ووېشو او یوه غونډه پر یوه ځانګړي کتاب نقد ته ځانګړې کړو. د لا زیات ګټور نقد لپاره کولای شو، له ګډونوالو وغواړو، چې نقد باید د لیکلو مقالو په بڼه وکړي. دې سره به د لیک او لوست دواړو فرهنګ وده وکړي او هم به د نقد او نظر د بیان مناسب او معقول تکتیکونه زده کړو.

دا کار یوازې تر کتابونو محدود نه دی، موږ کولای شو، د تکړه لیکوالو پر مقالو او نورو لیکنو هم د غور کولو لپاره دغه ډول مذاکرې وکړو. که د کوم ملګري کومه بهرنۍ ژبه زده وي، هغه کولای شي د معیاري نړیوالو اثارو ژباړه وکړي او نور ملګري پرې خبرې وکړي. د ګران بیه مجلو او یا ویبپاڼو په ځای د ارزان بیه اخباري کاغذ پر مخ د ورځپاڼې په بڼه یوه اونېزه یا میاشتنۍ چاپ کولای شو.

د دې لپاره چې هم ملګري لیکوال متحرک وي او هم پاڼه د لوستلو ارزښت ولري، کولای شو، چې په کې چاپ شوي ټول مواد نوي کړو او ملګري په یوه نا یوه پلمه اړ کړو، چې نوې لیکنې ولیکي. د لویو او تکړه لیکوالو د لیکنو پر سر مباحثې، له هغو سره مرکې او که ممکن وي ناستې، داسې څه دي، چې نوي لیکوال، شاعران د خوبونو لیدو ته هڅوي او د همدې خوبونو په تعبیر پسې منډې بیا نویو لیکوالو ته نوې لارې ورښيي، چې نوي منزلونه ومومي. بې شکه د هر لیکوال او شاعر پر لیکنه غور ممکن دی او لوی لیکوال تل خپل لوستونکي غور کولو ته بولي.

همدغه غور دی، همدغه پوښتنې دي او همدغه د زده کړې مینه ده، چې د یوه مهال نوي لیکوال د بل مهال د مهمو لیکوالو او شاعرانو په کتار کې دروي. که مینه وي، که د یوه لیکوال په توګه ژمنتیا وي او که د زده کړې هیله وي، لاره ګودر موندل هم ډېر ګران کار نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب