جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ولې په الوتکه کې خواړه خوند نه کوي؟

ولې په الوتکه کې خواړه خوند نه کوي؟

افضل محمد وقار-

کله چې تاسو په الوتکه کې سپرېږى او زرګونه متره د ځمکې څخه لوړېږئ، نو د خوراکي موادو په خوند کې فوق العاده تغير راځي، اما ولې رامنځته کيږي؟؟

کله چې الوتکه زرګونه متره د ځمکې له سطحې نه لوړه شي د ارتفاع زياتوالى په خپله د ځينو جانبي تغيراتو سبب کېږي. د انسان شامه (بویولو) او ذایقه (خوند) حسونه د پام وړ کمزوري کېږي.

خواړه اصلاً د دغه ددوه خاصيتونو يو ترکيب دى.

د اکسفورډ پوهنتون يو استاد او ارواپوه چارلس سپنس په دې اړه له ځينو تجربو وروسته خپل نظر داسې بيانوي:
«خواړه ، او څښاک، واقعاً د ځمکې په نسبت په الوتکه يعنې د ځمکې نه په يوه ارتفاع کې د ځمکې په نسبت جلا خوند لري، او په دې اړه ګڼ شمېر دلايل شته لکه د رطوبت نشتوالى، د هوا د فشار کموالى، د الوتکې د ماشينونو شور او داسې نور… . »

کله چې په يوه الوتکه کې کېنى، لومړى تاسو د بويولو حس له لاسه ورکوئ، وروسته د ارتفاع په زياتېدو سره په الوتکه د هوا فشار کمېږي، د هوا د فشار کموالى په خپله د الوتکې په داخل کې درطوبت د کموالي سبب ګرځي.

څېړنې ښيي چې په 9 کيلومتره ( 3000فوټه) ارتفاع کې د الوتکې داخلي رطوبت تر %12 څخه هم کم وي، چې دا رطوبت د يوې  دښتې تر رطوبت هم کم دى.

همدا ډول د جرمني فرانهوفر شرکت څېړنې نیجې، چې  د دې هېواد د لوفتانزا هوايي شرکت په امر یې کړي، ښيي د چې د رطوبت نشتون، او د هوا د فشار کموالى د انسان د خوند حس په غدو باندې مستقيماً اثر کوي،او 30 سلنه د خوند حس د لومړي حالت په نسبت کمزورى کوي.

د دې تر څنګ د دغو څېړنو بله پايله دا وه چې مونږ په فضا کې يوازې دوه حسونه له لاسه ورکوو مالګين او خوږوالى، خو تروشوالى، تريخوالى او نور تقريباً بدون له تغيره پاتې کيږي، البته دا حسونه مجموعاً د خوند په حس پسې مربوط دي. همدا ډول د بويولو حس د کمزوري کېدو بل علت هم دا دى چې، د الوتکې په داخل کې د هوا د رطوبت نشتوالى د دې سبب ګرځي چې د خواړو بوى مونږ ته ښه راونه رسيږي، چون وچه هوا د داسې شيانو د انتقال ښه وړتيا نلري.

نو پايله ترلاسه کوو چې د پورته تغيراتو په رامنځته کېدو سره، په الوتکه کې د خواړو خوند او لذت د ځمکې په نسبت کم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب