جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونه افغانستان او پاکستان د اړیکو پر بیا رغولو هوکړه کړې

 افغانستان او پاکستان د اړیکو پر بیا رغولو هوکړه کړې

تاند( سه شنبه، د ثور ۷مه) پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزی وایي، چې پاکستاني پلاوي په کابل کې د خپل سفر په لړ کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي.

د داوودزي په خبره  په دې سفر کې تر ډېره دواړو لورو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

نوموړی زیاتوي دواړه لوریو هوکړه کړې، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به له سره  د اړیکو پر رغولو کار پيلوي.

داوودزي په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

هغه داهم ویلي، چې افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه دي او په خبره يې پاکستان هم دا منلې چې با ثباته افغانستان یې په ګټه دی.

د اړیکو د بیا رغولو دا خبرې داسې مهال کېږي، چې وړمه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو، که په افغانستان کې سیاسي موافقه ونه شي، په دې هیواد کې د پراخې کورنۍ جګړې احتمال ډیر دی.

قریشي زیاته کړې وه: « خطر خورا ډیر دی، خو که د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي، سوله او ثبات ټینګېدای شي او ټوله سیمه به له سولې برخمنه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان شنونکي بیا وايي، پاکستان غواړي چې کابل یو وار بیا په زور ونیول شي او درست تاسیسات یې ویجاړ او لوټ شي.

1 COMMENT

  1. زما په يادښت دې پنجابيانو په لسګونه ځله هوکړه کړي چی اړيکې به جوړوي دا د منافقين هيڅکله په خپله ندي دريدلي او نه به ودريږي يواځینی سياست د پاکستان په مقابل کې د هر ډول اړيکو پرې کول دي او سرحد دې د تل لپاره ورسره وتړل شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب