جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت : هند ته پرته له اړتیا تګ راتګ مه...

بهرنیو چارو وزارت : هند ته پرته له اړتیا تګ راتګ مه کوئ

تاند ( سه شنبه، د ثور ۷مه ) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له هند سره پر تګ راتګ محدودیت وضع کړ.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا چې په هند کې د کورونا درېیمه څپه روانه ده او ناورین يې رامنځ ته کړی نو افغان وګړو ته په کار ده چې له اړتیا پرته هند ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې له بهره هېواد ته راتلونکی هر وګړی باید له ځان سره د کورونا د ټېسټ منفي پایله ولري.

د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه د عامې روغتیا وزارت د کورونا د درېیمې څپې د راتګ له امله د ځينو محدودیتونو طرحه د حکومت رهبرۍ ته وړاندې کړې ده.

ویل کېږي چې په دې طرحه کې یې له هند، پاکستان او ایران سره د سفرونو د بندیز غوښتنه هم کړې ده.

مجروح: د کورونا د دریمې څپې د بندیزونو طرحه د حکومت رهبرۍ ته وړاندې شوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...