پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ناپېژاندو وسله والو ۸ تنه مړه او ټپيان کړي

ننګرهار کې ناپېژاندو وسله والو ۸ تنه مړه او ټپيان کړي

تاند ( سه شنبه، د ثور۷) د ننګرهار ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو کسانو ۸ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

والي ضیا الحق امرخېل وایي، پېښه تېره شپه شاخوا دولس بجې د یادې ولسوالۍ په صدې سیمه کې رامنځته شوې ده.

امرخېل زیاتوي، ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د یوه کور مخې ته په دېره کې پر ناستو کسانو ډزې کړې او پنځه تنه یې وژلي دي.

د نوموړي په وینا په پېښه کې ۳ تنه نور ټپيان دي.

والي امرخېل زیاتوي پېښه د تفسير په نوم د وسله والو طالبانو د یوه پخواني غړي په دېره کې شوې ده.

د والي په خبر په وژل شویو کسانو کې تفسیر او ورور یې هم شامل دي.

والي دا نه دي ویلي چې برید چا کړی دی خو زیاتوي، چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

کونړکې د قران کریم د حافظانو پر غونډه توغندی لګېدلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب