دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۶) |لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۶) |لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراري

ژباړه:ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

شپږمه برخه

خدایان د ځمکې پر خاورینه کُرې

کله چې انسانان د نیکمرغۍ د دایمي کیدا او د ابدي ژوند لټه کوي په حقیقت کې دوي د خدایانو درجې ته د رسېدا په تکل کې وي. یوازې د دې لپاره نه چې الهي خصوصیات تر لاسه کړي، بلکې د دې لپاره هم دغه لټه کوي چې انسان غواړي په خپل بیولوجیکي جوړښت د کنټرول الهي خصوصیت پیدا کړي ترڅو د زړښت او بد مرغۍ مخه ونیسي. که یو وخت موږ دغه وړتیا پيدا کړو چې له دغه سیسټم څخه مرګ او درد ورک کړی شو بیا نو دغه وړتیا هم موندلی شو چې ټول دغه سیسټم هغسې برابر کړو چې موږ ېې غواړو او د بدن غړي، احساسات او ذکاوت په مختلفو ډولونو بدلولی شو. بیا نو ته کولی شې د ځان لپاره د هیرکولیس غښتلتیا، د افروډیدس احساسات، د اټنز پوهه او یا د ډیونیوسوس  لیونتوب واخلې، البته که ېې غواړې. تر اوسه پورې د انسان واک په عمومي توګه د وسایلو په ترلاسه کولو او اختراع کولو پورې محدود دی خو په راتلونکو کې به دغه واک او انحصار د بدن غړیو او احساساتو ته هم ورسېږي او یا به موږ او ټیکنالوجیکي وسایل یو شان او یو ځاي شو.  د خدایانو کچې ته د بشریت ارتقا په دریو ممکنه لارو شونې کیداي شي:

د بیوټیکنولوجۍ په مرسته، د سیبورګ ټیکنالوجۍ په مټ (سیبورګ له دو کلمو جوړه شوې «Cybernetic او Organism» او داسې ژوي یا موجود ته ویل کیږي چې یوه میخانکي او یوه ارګانیزمي یا عضوي برخه ولري او یا داسې ټیکنالوجي چې غیر ارګانیک یا بې ساه موجودات جوړوي. خو په ژوندي مخلوق کې کار کولی شي. د مثال په توګه داسې حجرې او غړي چې ارګانیک او ژوندي نه وي خو د یوې حجرې یا غړي پوره کار کوي. ژباړن).

بیوټیکنالوجۍ ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې په ټول پوټنشیل به په نیژدې راتلونکې کې د ژوندي موجود یا د بدن د غړیو جوړیدا شونې وي. په څلور میلیارد کلونو کې طبیعیت د انسان بدن ته د چاپریال دغوښتنو په اساس وده ورکړه او موږ له امیب او باکتریاوو په خزندګانو، او بیا په تي لرونکو ژویو او بالاخره په ساپینس یا د انسان په اوسنۍ بڼه واوښتو. هیڅ داسې دلیل هم نه شو موندلی چې موږ دې د ساپینس په همدې بڼه د تل لپاره پاتې شو. په پرله پسې توګه، په جینونو، هورمونونو، او عصبي حجرو یا نیورونونو کې په ډېرو لږو بدلونونو سره دا امکان برابر شو چې لومړنی انسان «هومیو رکټوس» په اوسني انسان «هومیو ساپینس» بدل شو. هومیو رکټوس له ډبرینو چاقوګانو پرته بل څه جوړ نه کړاي شول. خو دغه لږ بدلونونه کافي وو چې هومیو ساپیېنس یا ننی انسان فضايي بیړۍ، او کمپیوټرې جوړې کړي؟ هیڅوک هم نه شي ویلی چې زموږ په ډي این اې، هورموني سیسټمونو، او یا د ماغزو په جوړښت کې به بدلون نه راځي. د بیوټیکنولوجي متخصص هم لاس تر زنې نه شي کښیناستلی چې طبیعت دې د انسان په جوړښت کې بدلون راولي. بیوتیکنولوجست دغه کار نه شي کولی هغه به د پخواني ساپیېنس د بدن یوه برخه اخلي او جنیټیک کوډونه به ېې را سپړي او له سره به ېې جوړوي، ماغزه به ېې بدلوي او له بهر سره به ېې نښلوي، او د هغه بیوکیمیکل انډول به بدلوي، حتي اندامونه به ېې له سره جوړولی شي. په دې ډول به نوي کوچني خدایان جوړ کړي اوله موږ (ساپیېنس) سره به همدومره توپیر ولري څومره چې موږ یا هومیو ساپینس له هومو رکټوس سره درلود.

سیپروګ ټیکنالوجي به یو ګام نورهم وړاندې ځي او د بدن ارګانیک یا ژوندي اندامونه به له مصنوعي او ټینکالوجیکي وسایلو سره یوځاي کوي. لکه بیونیک لاسونه، مصنوعي سترګي او په میلیونونه نانو روباتونه ( میکروسکوپي روباتونه) چې د انسان د وینې رګونو ته به پېچکاري کیږي چې ناروغۍ تشخیص او معالجه کړي. دغسې یو سیبورګ به تر یوه طبیعي اندامه ښه وړتیا ولري. د یوه ژوندي غړي ټولې برخې باید د مثال په توګه له یو بل سره وصل وي او پيوند ولري  تر څو کار و کړای شي. که د یو فیل ماغزه په هند کې وي، سترګې او غوږونه په چین کې او  پښې ېې په استرالیا کې وي نو طبیعي خبره ده چې فیل به ژوندی نه وي، که فرض وکړو دغسې یو فیل ژوندی وي نو نه به تللی شي، نه اوریدلی او نه هم کتلی شي. خو یو سیبورګ ماشین په یو وخت هر ځاي کې شتون درلودلی شي. د سیبورګ په ټینکالوجۍ یو ډاکټر «روباټیک ډاکټر» له دې پرته چې په ستاکوم کې له خپل دفتره بهر شي، یو عاجل عملیات په توکیو، شیکاګو او حتي په مریخ کې ترسره کولی شي. دغسې روبوټ یوازې ګړندي انټرنټ ته اړتیا لري. سیبورګ ډاکټر یوازې یوه جوړه بیونیک سترګو او لاسونو ته اړتیا لري. که لږ فکر وکړو ولې باید یوه جوړه سترګې او لاسونه؟ کولی شي دوه جوړې او یا ډیرې ولرې ولې نه؟ او رښتیا ولې څلور یا ډیرغړي؟ بله دا چې یو سیبورګ ډاکټر ولې په خپله د جراحي چاړه رواخلي، بلکه هغه خو کولی شي د خپلو ماغزو له لارې نیغ په نیغه د جراحي له وسایلو سره اړیکه ونیسي؟ دغسې یوه سناریو ممکن ساینس فيکشن یا تخيلي داستان ښکاره شي خو همدا اوس عملاً دغه کار شوی دی. په یوه څېړنه کې ډاکټرانو یو ډول الکټرډونه د یوې بیزو په ماغزو کې کې ولګول چې له بیونیکو لاسونو او پښو سره له مزي پرته وصل شوي وو بیزو زده کړل څنګه خپل بیونیک لاسونه او پښې چې له بدنه سره وصل شوي هم نه وو کنټرول کړي. فلج ناروغان د خپلو ماغزو په مټ له یوه کمپیوټر سره اړیکه نیسي. همدا اوس داسې خولۍ جوړه شوې چې د انسان ذهن لوستلی شي او کاروونکی ېې له لېرې واټنه د خپل کور له کمپیوټري وسایلو سره نښلولی شي. دلته اړتیا نه شته چې په ماغزو کې کومه اله ځاي په ځاي شي بلکې برقي خولۍ د لیزر په مټ له هغو زبګنالونو سره اړیکه نیسي چې له ماغزو د کوپړۍ لور ته  استول کیږي. مثلاً تاسو له کوره بهر یاست او غواړئ په کور کې د پخلنځي ګروپ خاموشه کړئ نو دغه خولۍ به په سر کوئ او دلته تصور کوئ او خپل لاس داسې خوځوئ  د ګروپ د خاموشه کولو تصور کوئ، د استول شویو زیګنالونو په مرسته په پخلنځي کې ګروپ خاموشه کیږي. دغسې یوه خولۍ همدا اوس په بازار کې په څلور سره ډالرو پیرودلی شئ.۴۴

 د ستاکوم د لوړې ټیکنالوجۍ په مرکز «ایپيسنټر» کې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې په سلوګونو کارکوونکو ته د ګوتو تر پوستکي لاندې یو ډول میکروچیپونه «microchips» ولګول شول. میکروچیپ د وریجو په اندازه ؤ چې د درلودونکي ټول معلومات پکې خوندي وي، په دې ډول کارکوونکي د لاس په حرکت دروازه پرانیستلی شوای او یا ېې د کاپي ماشین پرې خلاصولی شواي. اوس دوي فکر کوي چې په ورته ډول به د دوي تنخوا ګانې هم ورکول کیږي. د دې ټیکنالوجۍ یو مسول «هانس شوبلډ» وايي: موږ تل له ټیکنالوجۍ سره کار کوو خو نن سبا له دې چې دغه علم زموږ د ژوند برخه ده نو د کوډونو او رمزونو په حفظولو کې ستونزه لرو نو دا به ډیره اسانه وي چې د لاس په یو حرکت سره له کوډ پرته دروازه پرانستلی شو او په اسانه له دې ټکنالوجۍ ګټه واخلو. ۴۵

سیبورګ ټیکنالوجي په خپله د دې پلويتوب کوي چې د انسان ماغزه دې د ژوند د کنټرول اصلي برخه وي او په دې برخه کې محافظه کاره ټیکنالوجي ده. یو بل لیدلوری تر دې هم زیات جرائت کوي او غواړي له ټولو عضوي غړیو او اندامونو ځان خلاص کړي او هیله کوي غیرعضوي او یا تخنیکي اندامونه او ژوندي موجودات جوړ کړي. د عصبي رشتو په ځاي به ځیرک کمپیوټري چینل کار کوي چې د حقیقي او خیالي دنیا کنټرول به کولی شي اوله دې سره په یو وخت به په بیوکیمیکل او کیمیاوي سرحدونو پورې محدود نه وي.

 د انسان ژوند کابو څلور میلیارډ کاله د طبیعي او ژوندي کالبد په باچاهۍ کې مزل وکړ له دې وروسته ښايي دغه مزل بدل شي او ژوند به د مصنوعي او غیر طبیعي اندامونو او غړیو په چارچوپ کې مزل کوي داسې مزل چې موږ ېې ښايي تصور هم ونه کړاي شو. له دې سره سره چې زموږ طبعيي او عضوي غړي او اندامونه لا هم د کیمیاوي تعاملاتو په مرسته دغسې لوړ فکرونه او خوبونه  کنټرولوي. کله چې ژوند د انسان د طبیعي او عضوي غړیو او اندامونو له باچاهۍ بهر شي نو دځمکې له کرُې هم بهر کیداي شي. څلور میلیارډ کاله د انسان ژوند د کایناتو په دې وړې کُروې ځمکه کې ایسار ؤ ځکه چې طبیعي انتخاب همدا دی چې ټول ژوي له دې خاورینې ځمکې پرته ژوند نه شي کولی او ژوند ېې له دې ځانګړې په هوا ولاړې کُرې سره غوټه دی. حتي تر ټولو مقاوم میکروبونه او باکټریاوې هم په مریخ کې ژوند نه شي کولی. خو داسې یو موجود چې طبیعي او عضوي نه وي او د ځیرکې ټیکنالوجۍ او بیوټینالوجۍ په مټ جوړ شوي وي حتي له ځمکې ډیر لرې په نورو سیارو کې هم اوسیداي شي. که جوړشوي او غیرعضوي موجودات د عضوي او طبیعي انسان او ژویو ځاي ونیسي ښايي دا د یوې کهکشاني امپراتورۍ د بنسټ ډبره وي چې د کپیټین کیرک په څیر د یوه انسان په ځاي به د مسټر کمپیوټر له خوا اداره کیږي.« کپتین کرک د علمي تخیلي سریال ستار ترِک مرکزی کرکټر دی: ژباړن».

موږ لا نه پوهیږو دغه مزل به موږ چېرته ورسوي او په خدايي قدرت سنبال زموږ راتلونکی نسل به څنګه وي او څنګه به ښکاري. دا کله هم اسانه نه وي چې د راتلونکې پیش بیني وکړاي شو، خو د بیوتیکنالوجۍ په دې انقلابي دوران کې د راتلونکو لنډو کلونو اټکل هم سخت شوی دی. هیڅ ډول پيش بیني نه شو کولی چې د انرژۍ، ترانسپورت او مخابراتو په برخو کې به څه ډول پرمختګونه وشي خو دا خبره روښانه ده چې انسان به د ټیکنالوجۍ د پرمختګ له امله له نویو چیلنجونو سره مخامخ شي. په تیره بیا دا چې دغه ټیکنالوجي دانسان پرماغزو، نظریو، هیلو، او خواهشاتو اغیز لري. اوسنی انسان په اوسني لیدلوري، او نظریو د دغو پرمختګونو عواقب نه شي معلومولی. د زرګونو کلونو په لړ کې تاریخ له ټیکنالوجیکي، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي حالاتو اغیزمن شوی خو یو شی چې تل ثابت پاتې دی هغه په خپله انسان دی. زموږ وسایل، سیسټمونه، او نظامونه د انجیل له وخته بیخي ډیر بدل شوي دي خو د انسان ماغزه، خواهشات، تفکرات او ژور جوړښت نه دی بدل شوی له همدې امله موږ اوس هم ځان د انجیل او کنفوسیوس په متنونواو د سوفوکولوس او ایوري پیډِس د تراژیدیو په هنداره کې کتلی شو. دغه کلاسیک او پخواني متنونه زموږ په شان انسانانو جوړ کړي دي ځکه خو فکر کوو دوي زموږ په هکله خبرې کوي. په مډرن ټیاتري تولیداتو کې ښايي اوډیپوس، هاملټ، او اوټیلو کاوباي پتلونونه او ټي شرټ کمیسونه اغوستي وي او د فیسبوک اکاونټونه ولري خو احساسي کشالې او ستونزې ېې د دغو کیسو له اصلي کرکټرونو سره یو شان دي. خو کله چې ټیکنالوجي زموږ ماغزه، روان، خوهشات او غرایز بدل کړي نو له سره به  هوميو ساپینس « اوسني عاقل انسان» ورک شي او انساني تاریخ ته به د پاي ټکی کیښودل شي، یو نوی تکاملي پړاو یا پروسه به پيل شي. داسې یوه پروسه چې زموږ د وخت د انسان له درکه به پورته وي او اوسنی انسان به پرې نه پوهېږي. ډېرو څېړاندو او ساینس پوهانو هڅه کړې چې پوه شي په ۲۱۰۰ او یا ۲۲۰۰ میلادي کلونو کې به نړۍ څنګه ښکاري. دغه هڅې یوازې د وخت ضایع کول دي. البته هغه پيش بینۍ او اټکلونه به ارزښت ولري چې د انسان د ذهن او ماغزو د بدلون په اړه وي چې دغه کار نا شونی دی. که یوه پوښتنه وشی چې: راتلونکی انسان به چې زموږ په شان ماغزه ولري له بیوټیکنالوجۍ سره به څنګه معامله کوي او انسان به کومې خوا ته بوځي؟ دغسې پوښتنې ته ډیر سم ځوابونه پیدا کولی شو خو که داسې پوښتنه وشي چې: د بل ډول ماغزو درلودونکی مخلوق به له بیوټیکنالوجۍ سره څه کوي؟ دې پوښتنې ته ځواب سخت دی موږ یوازې دا ویلی شو چې زموږ په شان انسان به احتمالاً د بیوټیکنالوجۍ په مرسته ماغزه بدل کړي او نوې بڼه به ورکړي او یا ویلی شو چې زموږ نني ماغزه به دغه وس او درک ونه لري چې اټکل وکړي څه پېښېدونکي وي. که څه هم په دې هکله ډیر جزئیات ناڅرګند دي خو په دې ډاډه یو چې تاریخ به په ټول کې نوې لاره خپله کړي. په یوویشتمه پیړۍ کې د اوسني انسان دریمه لویه پروژه به دا وي چې ټول ورانوونکي او جوړوونکي خدايي قدرتونه او امکانات به ځانته برابراو خپل کړي چې هومیوساپینس «Homo sapiens» یا اوسنی انسان به په هومیو ډیوس «Homo deus» یا خداي ته په ورته انسان بدل کړي.«د لیکوال هدف دلته د خدایانو خداي دی او د پخواني روم او یونان خدایان یادوي چې هر یوه ېې یوه خاصه ځانګړتیا درلوده خو انسان به د ده په باور د دغو خدایانو ټولې وړتیاوې ولري او هومیو ساپینس به د دغو خدایانو په خداي بدل شي. ژباړن» دغه ستره پروژ به د تیرو دو یادو شویو پروژر تر سیوري لاندې بڼه خپلوي او له هغو به تغذیه کیږی. انسان به داسې توان او استعداد پیدا کړي چې بدن او ماغزه یا ذهنیت له سره جوړ کړي او تر هرڅه مخکې به موږ هڅه کوو له مرګ، زړښت او خواشینۍ ځان خلاص کړو. هیڅوک نه پوهېږي چې د دغه توان له ترلاسه کولو سره به موږ نور څه کارونه وکړاي شو؟ البته دا به غوره وي چې و وایو د انسان راتلونکې پروژه یوه ده چې بېلابېلې څانګې لري او هغه د خدايي قدرت تر لاسه کول دي. ښايي دا خبره له ساینسي پلوه غیر منطقي او بېځایه ښکاره شي خو خبره دا ده چې ډیر خلک له خدايي قدرته ناسم پوهاوی لري. له خدايي قدرت او توانه هدف مبهم میتافزیک یا له طبیعیته وراخوا قدرت نه دی او نه هم د بې جېنجاله قدرت او ډیکتاتورۍ په مانا دی. کله چې موږ پر خدايي قدرت د انساني قدرت د بدلون په هکله خبرې کوو هدف مو په اسمانانو کې له عیسی (ع) څخه نه دی بلکه د پخواني یونان د خدایانو په شان او یا د هندوییزم د خدایانو غوندې قدرت یادوو. راتلونکی انسان به د کمزورتیا ځانګړي ټکي، خپلې خاصې ځانګړتیاوې او محدودیتونه لري بیخي لکه د زیوس او ایندرا په شان خو دوي به زموږ په پرتله د تولید، ورانولو، نفرت او مینې ډیر توان او وس ولري.

 د تاریخ په اوږدو کې انسان دا تصور لري چې هر خداي خپل ځانګړي قدرتونه لري، د مثال په توګه ځینو به دا توان درلود چې ژوندي موجودات وپنځوي، خپل بدن په مختلفو بڼو بدل کړي، چاپیریال او موسم کنټرول کړي او یا دا چې ځینو به د نورو انسانانو ذهن لوست او یا به ېې له لرې اړیکې ټینګولی شوې او یا دا چې ځینو خدایانو له حده زیات سرعت درلود. طبیعي خبره ده چې له مرګه به خلاص ؤ او ابدي ژوند ېې کاوه. محدود خدایان لیدل شوي دي چې نامحدود قدرت ولري. زیاتره خدایانو یوه ځانګړتیا او په یوه برخه کې خاص مهارت درلود.

 انسان په داسې لوري روان دی چې ټول دغه قدرتونه به تر لاسه کړي. ځینې دودیز قدرتونه چې له زرګونو کلونه خدايي قدرتونه بلل کیدل اوسني انسان ترلاسه کړي دي. اوس یو عادي انسان له لیرې هر څه لیدلی شي، اسانه له یو بل سره اړیکه نیولی شي. نن سبا یو عادي انسان د پخواني یونان، هند، او افریقايي خدایانو په پرتله له ډیر لرې واټنه هم له بل چا سره اړیکه نیولی شي او تر هغو ګړندی هم دی. د نایجیریا یوه قبیله ایګبو باوري ده چې هستوونکي خالق «چوکووا» په حقیقت کې هیله درلوده انسان ابدي ژوند وکړي، دغه خداي یو سپی واستاوه چې انسان ته و وايي کله چې څوک مري نو پر جنازې دې ایرې وشیندي او که په ایرو کې خښ شي نو مړی به بېرته ژوندی شي. خو له بده مرغه سپی په لاره ستړی او همغلته  پریوت، نو چوکووا بې صبره شو او یوه پسه ته ېې دنده وسپارله چې دغه مهم پیغام په بیړه ورسوي، خو ستړی پسه چې کله هدف ته ورسید نو انسان ته دغه مهم پیغام ترې ګډوډ شو او انسان ته ېې پیغام ورکړ چې کله څوک مړ شو نو تر خاورو لا ندې ېې خښ يې کړئ له همدې امله مرګ ابدي او دایمي شو، ځکه خو باید موږ په خپل خاص وخت مړ شو. خو فکر وکړئ چې که چوکووا د ټویټر اکاونټ درلود نو په  یوه ستړي سپي او ګنګس پسه به ېې ولې دغه مهم پیغام استاوه.

ډیر پخوا چې کله انسان کر کیله پیل کړه ډېرو دینونو د میټافزیک او له ژونده وروسته د مرګ په هکله له پوښتنو سره کمه علاقه درلوده. دوي ډیر د زیاتو کرهنیزو تولیداتو په شان په ورځنیو کارونو تمرکز کاوه ځکه خو خدایانو ورته له مرګ وروسته د انعامونو او سزاګانو وعدې نه ورکولې بلکه انعام او سزاګانې ېې په همدې دنیا ورکولې. د تورات په پخواني متن کې خداي اسرائیلو ته وایي:

که تاسو زما حکمونه ومنئ او له خپل خداي سره مینه وکړئ او د زړه له تله مې نمنځ او عبادت وکړئ نو زه به په خپل وخت پر ځمکه بارانونه واوروم، د مني او د پسرلي بارانونه، چې تاسو کر وکړاي شئ او نوي شراب او غوړي جوړ کړای شئ، زه به په ورشوګانو کې واښه ډیر کړم چې ستاسو مالونه پرې ماړه وي نوتاسو به په نس ماړه یاست. خو هوښیار واوسئ داسې نه چې زړه مو ګمراه کړي او تاسو د بل خداي عبادت پيل کړئ بیا به د خداي قهر پر تاسو نازل شي ، هغه به د اسمانونو دروازې بندې کړي چې بارانونه ونه شي او کر کیله مو له منځه لاړه شي او تاسو به پر هغې ښکلې ځمکې ښخ شئ چې خداي درباندې پيرزو کړې ده (د تورات پنځمه برخه «تثنیه» ۱۱څپرکی له ۱۳تر۱۷ ایته پورې).

د اوسني وخت یو څیړاند تر هغه ډیر څه کولی شي چې خداي ېې په تورات کې بني اسرائیلو ته وعده ورکوي. کیمیاوي سره، د حشراتو درمل، او اصلاح شوي تخمونه هغه څه دي چې له برکته ېې نني کرهڼیز محصولات څو برابره شوي دي. دا هغه هیلې وې چې پخوانیو کروندګرو له خدایانو کولې. اوس په وچ ډاګ کې پروت اسرائیل له دې نه ویریږي چې قهار خداي به د بارانونو دروازې بندې کړي ځکه چې اسرائیل اوس د سمندر په غاړه د مالګینو اوبو د تصفیې لوي لوي سیسټمونه جوړ کړي دي او د څښاک او د ګرهڼیزو محصولاتولپاره ټولې اوبه له سمندره ترلاسه کوي. تر اوسه پورې موږ له پخوانیو خدایانو سره په سیالۍ کې ورځ تر بلې ښه وسایل او ټیکنالوجي رامنځته کړه ښايی په راتلونکې کې موږ سوپرانسانان یا خارق العاده انسانان هم جوړ کړاي شو چې نه یوازې د ټیکنالوجۍ په برخه کې بلکه د بدن او ماغزو له پلوه به هم تر خدایانو مخکې وي. که موږ دغسې یو پړاو ته ورسیږو نو خدايي قدرت او توان به ورځنۍ چاره وي لکه ننی انټرنټ داسې یوه معجزه چې موږ ېې وړاندې کوو او په ګرنټۍ ېې وړاندې کوو. موږ ډیر ډاډه یو چې انسان به د خداي توان د ترلاسه کولو لپاره ټول توان وکاروي ځکه چې ډیر دلایل شته چې مونږ دغسې یو بدلون ته اړتیا لرو او ښايي ډیرې لارې او رودې وکاروو چې دغه توان ترلاسه کړو. ښايي ځینې وخت لاره بنده ښکاره شي خو که یوه لاره بندیږي بله به خلاصیږي او له نورې رودې به وکاروو. د مثال په توګه ښايي یو وخت پوه شو چې د انسان جین «human Genom» دومره پیچلی دی چې په  پراخه پیمانه بدلون پکې نا شونی دی خو دغه کار به د کمپیوټر او د انسان د ماغزود نیژدې کیدا او دغه راز د نانو روباټیک  او مصنوعي زیرکتیا «Artificial intelligence» د پرمختګ مخه ونه نیسي. خو د وارخطايۍ لپاره دلیل نه شته حد اقل په نیژدې راتلونکې کې دا کار شونی نه دی .د نني انسان یا هوموساپیینس بدلون یوه تدریجي تاریخي پروسه ده چې وخت اخلي دا چاره د قیامت په هکله د هالیوود د فلمونو په شان په ساعتونو او شیبو کې نا شونې ده. ننی انسان یا هومیو ساپیینس نه غواړي د روبوټانو د بلواوو قرباني شي، دغه انسان به ورو ورو او پړاو په پړاو ځان بدلوي او له کمپیوټرونو او روبوټانو سره به ځان عیاروي او ګډ ژوند به ورسره کوي. زموږ راتلونکي نسلونه به چې شاته ګوري  وايي به یو وخت زموږ په شان ژویوو انجیل لیکلی ؤ، د چین دیوال يې ودان کړی ؤ او د چارلي چاپلین فلمونو ته به ېې له خندا په پښتورګو درد ؤ. دغه پرمختګ په یوه ورځ یا یوه کال کې نه کیږي. البته دغه پرمختګ لا له مخکې پیل شوی دی او موږ ېې څرک په ورځنیو چارو او کارونو کې لیدلی شو. هره ورځ په ملیونونو انسانان په خپله خوښه د خپل ژوند کنټرول زیرک ټیلفون ته سپاري او هره ورځ ګورو چې نوي او نور پرمختللي ډپرشن ضد درمل کاروي. د ښه صحت، خوشالۍ او نور توان او واک په لټه یو ګام او بیا بل او پسې بل اخلي او ترهغه به پر مخ ځي چې نور به انسان ته ورته نه وي.

لطفن څوک شته چې دغه ګاډی ودروي او بریک ونیسي؟

له دې سره سره چې ارام بخښوونکې خبرې مو وکړې خو شته ډیر کسان چې د دغسې پرمختګونو او بیلابیل امکانات ګوري یا ېې اوري نو وارخطا شي. همدغه کسان د ځېرک ټیلیفون مشورې او لارښوونې ګام په ګام عملي کوي او یا هغه درمل استعمالوي چې ډاکټرانو ورته لیکلي دي خو کله چې دوي د بدل شوي سوپرانسان په هکله څه اوري نو وايي:

«زه هیله کوم تردغه وخته ژوندی پاتې نه شم». یوې ملګرې راته وویل هغه له زړښته ډېره ډاریږي ځکه چې بې مانا انسان او یوه نوسټالجیکه زړه بوډۍ به وي چې د تېر وخت کیسې به کوي او خپله شاوخوا نړۍ به هیڅ نه پېژني او په ټولنه کې به هیڅ هم نه شي کولی. دا هغه څه دي چې د سوپر انسان د نوم په اورېدو سره موږ ټول د بشري نسل په توګه ترې ویره لرو. موږ داسې یو احساس لرو چې زموږ پېژند ګلوي، زموږ خوبونه او په خپله زموږ وېره به په دغسې یوه ټولنه کې بې مانا وي. دې ته له پامه پرته چې اوس څه کاره ېې خو هلته به یو بېکاره انسانان و اوسې چې هیڅ هم نه شي کولی او د ټولنې هیڅ درد نه شي کمولی او هیڅ مرسته نه شي کولی. که یو هندو مذهبه د کریکیټ لوبغاړی او یا یو همجنسباز کنجکاوه ژورنالیست ېې خو ځان به درته په وال سټریټ کې یو نینډرتال ښکاري چې په موډرنه او بدله نړۍ کې ګرځي. ځان به له خلکو پردی احساسوې.

(نینډرټال انسان« Homo neanderthalensis » هغه انسانان وو چې کابو ۱۳۰۰۰۰ کاله مخکې په اروپا، منځنۍ اسیا او چین کې اوسیدل: ژباړن ).

نینډره ټال انسان دې ته اړتیا نه درلوده چې د « Nasdaq » د ونډو پر الکټرونیک بازار خبر وي او له دې پرمختګه په سوچونو کې وي ځکه چې دغه پرمختګ د دغه انساني ذات له ژونده په زرګونو کاله وروسته شوی دی. خو اوس دغه نړۍ چې موږ ېې پیژنو او ژوند پکې کوو ښايي په لسګونو کلونو کې بیخي بدله شي او هرڅه ونړېږي. نو دا فکر مه کوه چې تر دغه وخته به عمر ونه کړې او د پردیتوب له دې احساسه به خلاص شې. ښايي تر۲۱۰۰ میلادي کاله دا ونه ګورو چې خداي وزمه انسانان په سړکونو او کوڅو کې ګرځي خو ډاډه یم چې د هومو ساپینس د بدلون هڅې به نړۍ په دې پیړۍ کې بدله کړي. ساينسي څېړنې او ټیکنالوجیکي پرمختګ تر هغه ډیر چټک دی چې موږ ېې تصور کوو. که تاسو له کارپوهانو پوښتنه وکړئ ښايي ډیری ووايي چې موږ لا ډیر لرې یو چې د جېنیټیکي ټیکنالوجۍ په مرسته ماشوم جوړ کړو او د مصنوعي زیرکتیا یا ذکاوت « Artificial intelligence» زمینه برابر کړو چې انسان او کمپيوټر سره یوځاي شي، خو زیاتره څېړاند د یوه عملي مهال ویش، اکاډیمیکې بودیجې او د علمي کدرونو په ګومارلو فکر کوي. دا چې وايی لا ډیر لرې یوه مانا ېې ۲۰ کاله کیداي شي او کله چې د ناممکنه خبره کوي مانا ېې دا کیداي شي چې په راتلونکو پنځوس کلونو کې شونې نه ده خو وروسته نه پوهېږي. زما ښه یاد دي هغه لومړنۍ ورځ چې له انټرنټ سره وصل شوم، دا د ۱۹۹۳ کال ؤ چې زه په لیسه کې وم. له څو انډیوالانو سره د یوه ملګري کور ته لاړو چې «ایډو» نومیده. اوس د کمپیوټرو انجینیردی. موږ غوښتل د بورډ-ټینس لوبه وکړو خو ایډو له کمپیوټر سره بوخت ؤ تر دې مخکې چې ټینس پیل کړو غوښتل ېې موږ ته دغه نوی پرمختګ راوښيي. هغه د ټیلفون مزی له کمپیوټر سره وصل کړ او بیا ېې ځینې بټنې کښېکاږلې. یوه دقیقې مو یوازې د راډیو په شان د پښ پښ او پیپ پیپ اوازونه واوریدل او بیا خاموشه شول، موږ سره وپسخېدلو چې دا کار نه کوي خو ایډو بیا هڅه وکړه، بیا او بیا خو بالاخره  ېې په ویاړ سره غږ وکړ چې بریالی شو او کمپيوټر ېې په ګاونډ کې د پوهنتون له اصلي کمپیوټر سره وصل کړ.

 موږ وپوښته : دا څنګه کیداي شي؟ څنګه دې له اصلي کمپیوټر سره وصل کړ؟ او په اصلي کمپیوټر کې څه شی دي؟ ده وویل  حاضر دمه هیڅ شی نه شته خو سړی هرڅه پکې اچولی شي؟ یوه ورته وویل لکه څه شی؟ هغه وویل:

نه پوهیږم !… هرڅه.

دا خبره زموږ زړه ته ونه لوېده. د ټینس لوبه مو وکړه او څو اونۍ مو په دې ساعت تیراوه چې  د ایډو په دې تیورۍ ملنډې ووهو او وخاندو. دا د کتاب له لیکلو ۲۵ کاله مخکې ؤ. څوک څه پوهېږي چې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې به څه کیږي؟ له همدې امله ځینې خاص کسان، موسسې، کمپنۍ او حکومتونه د ابدي ژوند، تلپاتې خوښۍ، خوند، او خداي قدرتونو د ترلاسه کولولپاره جدي هڅې کوي. د بیمې شرکتونه، د تقاعد ادارې، روغتیاي موسسې، او مالي ادارې لا له اوسه د تقاعد د عمر د زیاتیدا هلې ځلې کوي. خلکه له توقع زیات عمر کوي او ټولنه دا وس نه لري چې د دغو متقاعدینو د تقاعد او روغتیا پیسې برابرې کړي. ننی اویا کلن انسان د څلوېښت کلنۍ ادعا کوي او هیله کوي عمر او صحت ېې د څلویښت کلن شي ځکه خو کارپوهان ادعا کوي چې باید تقاعد عمر لوړاو د کار مارکیټ بدل شي.« په ناروې کې اوس د تقاعد عمر۷۰ کلونوته رسیدلی دی. ژباړن».

کله چې انسان په لوړ سرعت د ترقۍ د اورګاډي حرکت ګوري نو هیله کوي یوڅوک پیدا شي چې دغه ګاډی ورو کړي او په بریک ېې پښه ټینګه کړي خو دغه کار په بېلابېلو دلایلو څوک نه شي کولی.

لومړنۍ خبره دا ده چې هیڅوک نه پوهېږي چې د دغه اورګاډي بریکونه چېرته دي، هر کارپوه او متخصص د ترقۍ د دغه اورګاډي د یوې خاصې برخې په هکله مهارت لري، د مثال په توګه ځینې د مصنوعي زیرکتیا « Artificial intelligence» ، ځینې بیا د نانو ټیکنالوجۍ ، یو شمیرد لویو کمپیوټري سیستمونو او ځینې د جنټیک د علم متخصصان دي خو هیڅوک هم په ټولو دغو برخو کې متخصص نه دی. دا په دې معنی ده چې هیڅوک هم د دغو ټولو برخو تر منځ د تړاو نقشه جوړولی نه شي چې موږ ټول تصویر وګورو. بېلابېلې برخې په ډیر پېچلي ډول پر یو بل اغېز لري خو ډیر نابغه فکر هم د دې وس نه لري چې مصنوعي ځرکتیا څنګه پر نانو ټیکنالوجي اغېز کوي او یا برعکس. هیڅوک د وروستیو ټولو څېړنو او پرمختګونو د شننې وس نه لري، هیڅوک دا اټکل نه شي کولی چې  نړیوال اقتصاد به په راتلونکو لسو کلونو کې څنګه وي، او هیڅوک دا تحلیل نه شي کولی چې د دغه ګاډي وروستی مزل چېرته دی. کله چې هیڅوک پر دغه سیستم پوره برلاسه نه دي نو هیڅوک ېې چټک حرکت هم نه شي تم کولی.

دویمه خبره دا ده چې که په یوډول وکړاي شو دغه اورګاډی تم کړو نو اقتصاد او ټولنې دړې وړې کیږي. په یو بل څپرکي کې به زه په دې هکله په تفصیل خبرې وکړم چې څنګه دغه مډرن اقتصاد دوامداره او بې ځنډې ودې ته اړتیا لري تر څو ژوندی پاتې شي. که دغه پرمختګ ناڅاپه ودرېد نو اقتصاد په یوه انډول حالت کې نه پاتې کیږي بلکه بیخي له منځه ځي. له همدې کبله کپیټالیزم موږ هڅوي چې د ابدي ژوند، دایمي خوشالۍ او خدايي قدرت د ترلاسه کولو لټه وکړو. دا چې باید څو جوړې بوټان اغوستلی شو، څو موټرونه چلولی شو، او څو ځله د سکي په رخصتیو تللی شو دا ټول یو سرحد لري خو کله چې اقتصاد په بې سرحده ودې ولاړ وي، سرحد نه پيژني او دایمي پروژې هم ورته پکار دي. د مثال په توګه که دایمي ژوند ولرو نو دایمي هیلې ورته پکار دي،  که الوهیت ته ورسیږو نو دایمي شوق او علاقه غواړي.

ښه نو که موږ دایمي پروژو ته اړتیا لرو نو ولې انسان یوازې دایمي خوښۍ اود ابدي ژوند خوبونه نه پریږدي؟ او ولې د خداي قدرت او سوپر انسان لویه پروژه نه هیروي؟ او ولې تل د دغه بیروونکي قدرت د ترلاسه کولو هڅه کوي؟

ځکه ېې نه شو پريښودلی چې دغه درې پروژې له یو بل سره تړلي دي. کله چې موږ په پښو فلج کس ته بیوالیکټرونیک پښې جوړې کړو چې هغه بېرته د تګ وړتیا ومومي نو همدغه پروژه د عادي انسان د بدلولو او غښتلتیا لپاره هم کارولی شو. کله چې موږ بریالي شو د الزایمر بوډاګانو لپاره د حافظې د کمزورتیا د مخنیوي درمل جوړ کړو نو همدغه درمل ځوانانو ته هم ورکولی شو چې حافظه ېې نوره هم پياوړې شي.

د درملنې یا رغونې او پیاوړي کولو پرمختګ تر منځ څرګندې کرښې شتون نه لري. درمل تل د دې لپاره جوړ شوي چې انسان نورمال حالت ته راوګرځوي، خو همدغه درمل او روغتیاي وسایل وروسته د انسان د لا پیاوړتیا او له سټندرډ حالته د پورته کیدا لپاره کارول شوي دي. د مثال په توګه د ویاګرا درمل په سر کې د لوړ فشار د کنټرول لپاره جوړ شول خو کله چې « Pfizers» کمپنۍ ېې د خوند او جنسي غریزې د زیاتیدا په اغېز پوه شوه نو دغه درمل د جنسي کمزورتیا لپاره هم وکارېدل. په دغو درملو سره په میلیونونه کسان معالجه شول او عادي یا نارملې جنسي اړیکه ېې تجربه کړې، خو لنډه موده وروسته دغه درمل هغو کسانو هم خوړل چې جنسي کمزوري نه لري. د دې لپاره چې له نورمال حالته ډیر خوند واخلي داسې چې مخکې ېې کله هم نه وي تجربه کړي.۴۶

کله چې له عادي درملو دغسې کار اخیستل کیداي شي طبیعي خبره ده چې په ټول طبابت کې دغه کار کیږي. موډرنې پلاستیک جراحۍ په لومړۍ نړیواله جګړه کې وده وکړه. دا هغه وخت ؤ چې د «الډرشوټ» په پوځي روغتون کې ډاکټر هارولډ ګیلیس پر مخ د ژوبلو شویو کسانو درملنه کوله.۴۷

 کله چې جګړه پاي ته ورسېده جراحانو وپتېله چې له دې جراحۍ د ژوبلو مخونو او څیرو د رغولو ترڅنګ نورې ګټې هم اخیستل کیداي شي د مثال په توګه غټه او بد رنګه پوزه په ښکلې پوزې بدله کړي. اوس هم د ژوبلو او سوځېدلو کسانو د پخوانیو ټپونو تر رغولو زیات  ېې روغ کسان د ښکلا لپاره کاروي. په اوسني وخت کې د پلاستیک جراح د روغو او شتمنو کسانو په ادلون بدلون میلیونونه ډالره عاید لري.۴۸ ممکنه ده جينټیک ټیکنالوجي هم په همدې برخلیک اخته شي. ښايي تاسو لږغوصه شئ که یو شتمن کس راشي او وايي غواړي داسې ماشومان ولري چې د جنټیکي ټیکنالوجۍ په مرسته ېې جینونه داسې برابر شي چې  فوق العاده ذکاوت ولري. خو دغه کار په دې ډول نېغ په نېغه نه کیږي، بلکه دغه یخ به ورو ورو ښکته ښوییږي، په سر کې به دغه کار هغه میندې او پلرونه کوي چې د جنټیکي ستونزو له امله ښايي دا خطر  ورسره وي چې معیوبه ماشومان ېې پيدا شي نو دوي به د ټسټونو او د جنټیکي ټیکنالوجۍ او د DNA د تجزیې په مرسته  القاح  شوې هګۍ معلومه کړي چې سمه ده که د معیوبیت او ناروغۍ لور ته د اوښتو چانس لري نو که هګۍ روغه وي نو ساتي ېې خو که ستونزه ولري نو جېنین په همغه لومړیو ورځو کې له منځه وړي. ولې باید دا خطر ومنو چې یوازې یوه القاح شوې هګۍ د مور په نس کې وي؟ دا به منطقي وي چې څو دانې القاح شوې هګۍ ولرو ځکه که درې یا څلور خرابې وي نو احتمالاً یوه به سمه وي؟ کله چې د دغسې ازميښتونو لپاره زمینه برابره او ترسره کول ېې ارزانه شي نو ډیر کسان به ترې ګټه واخلي. موټیشن یا د حجرو په تکثر او تولید کې بدلون تل یو خطر دی چې ستونزې پيدا کولی شي. هر انسان په یو ډول داسې حجرې لیږدوي چې د موټیشن چانس لري هیڅکله هرڅه سم اوپه تول برابر نه وي.  د سکس په وسیله جېنسي زوکړه لاټري ده. یوه مشهوره کیسه او یا هم  ښايی اوازه وي چې وایي: په ۱۹۲۳ کال کې د نوبل جایزې ګټونکي اناتول فرانس او مشهوره او ښایسته نڅاګره ایزادورا دونکن سره ناست ول . دوي په جنټیکي ورته والي خبرې کولې  دونکن وویل :

 فکر وکړه که یو ماشوم پیدا کړو چې ښایست ېې ما ته او ماغزه ېې تا ته شوي وي نو څه کمال به مو کړی وي.

فرانس ځواب ورکړ سمه ده خو که د ماشوم ښایست ما ته او ماغزه ېې تا ته شول څه به کیږي!

نو ولې د چانس او طالع  دغه مسله په خپل کنټرول کې وانخلو؟ موږ کولی شو څو هګۍ القاح کړو او هغه چې بیخي سالمه او سم جوړښت ولري هغه انتخاب کړو.

 کله چې د بنیادي   حجرو«stamcells» څیړاند موږ ته دا امکان برابروی چې نامحدود جنینونه یا القاح شوې هګۍ برابرې کړي نو تاسو په سلګونو جنینونو یا ماشومانو کې یو چې ترټولو سالم او ښه وي خوښوئ ځکه ټولې ستاسو او ستاسو د میرمنې یا خاوند القاح شوې هګۍ او DNA دي او ټولې هګۍ په طبیعي توګه رامنځته شوي وي. دا کار بې له دې چې مصنوعي القاح یا نورې مصنوعي رودې پکې کارول شوي وي ترسره کېږي. کله چې څو نسله له دې رودې استفاده وکړي نو د سوپر انسان یا د خدايې توان خاوند انسان به « چې ښايي د ځینو لپاره ویروونکې خپسه وي» د دې پروسې طبیعي نتیجه وي.

که داسې وشول چې ډيرې هګۍ القاح شوې وي خو وروسته معلومه شوه چې ټولو داسې موټیشن کړی چې راتلونکې جېنینونه ترې معیوبه اویا په مرګونو ناروغیو اخته کیدل نو څه به دې کول؟ ایا ټولې القاح شوې هګۍ او جېنینونه به دې له منځه وړې وای؟ البته که بیا هم دغه امکان وای چې تاسو یوازې هغه جینونه بدل کړي واي چې ستونزه لري او په ځاي مو سم او روغ جینونه ایښي واي نو دغه کار به مو نه وای کړی؟ په دې برخه کې یو امکان دا هم کیداي شي چې د ځینو حجرو د میټوکانډریا په DNA کې بدلون راوستل شي. میټوکاندریا په انساني حجرو کې دننه یو کوچنی جوړښت دی چې د حجرو لپاره انرژي تولیدوي. دغه وړوکی جوړښت خپل خاص جنټیکي سیسټم لري چې د حجرې په مرکز کې له DNA سره هیڅ تړاو نه لري. که د حجرو په میټوکانډریا کې ستونزه وي نو مختلفې کمزورتیاوې او حتي مرګونې ناروغۍ رامنځته کولی شي. له تخنیکي پلوه اوس دا امکان برابر شوی دی چې د میکروبیولوجۍ په مرسته د میټوکانډریا د جنټیکي ستونزو مخه ونیسو. په دې ډول چې یو ماشوم له دریو والدینو جوړ کړاي شي. د ماشوم د حجرې د مرکز DNA له مور او پلاره اخیستل کیږي او میټوکانډریا د دریم کس له حجرو ترلاسه کیږي. ځکه چې د مور او پلار میټوکانډریا ستونزه لري. په۲۰۰۰ میلادي کال کې یوې روغې او له پوره سلامتیا برخمنې میرمنې شارون ساریینن د مشیګن د ایالت په «ویست بلوم فلیډ» سیمه کې خپله لور «الن» وزیږوله. ډاکټرانو د الن د اصلي حجرېDNA له مور شارون او پلار پاول څخه واخیسته، خو د میټوکانډریا DNA له یوې بلې میرمن ترلاسه شوه. له تخنیکي پلوه الن درې بیولوجیک والدین لري «دوه میندې اویو پلار».یو کال وروسته په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا حکومت د خوندیتوب او دغه راز د اخلاقي مسلو له کبله پر دغې معالجې بندیز ولګاوه.۴۹

د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۱۵ برعکس د بریټانیا پارلمان د «درې والدینو» د درلودلو قانون تصویب کړ او په دې ډول ېې په بریټانیا کې دغه معالجه او په دې اړه څېړنو ته اجازه ورکړه.۵۰ تراوسه پورې هم له تخنیکي پلوه دغه امکان نه دی برابر شوی او هم اجازه نه شته چې د اصلی حجرو DNA بدله شي خو کله چې تخنیکي ستونزه حل شوه نو دا امکان شته چې په همداسې یو منطق چې د بریټانیا پارلمان د میټوکانډریا د DNA بدلون ته راېه ورکړه همداسې به د اصلي حجرو د DNA بدلون ته منطقي لاره پيدا شي. لومړی به د ناقصو حجرو DNA بدلیږي خو وروسته به همدغه DNA په خپله اصلاح کیږي. کله چې په کوډ او د جینونو په نقشو کې مهارت ترلاسه شو بیا نو څه اړتیا شته چې د بل چا DNA د حجرو ځاي ونیسي ولې همدغه ناقصه DNA اصلاح نه شي؟ او هغه برخې چې بدلون یا موټیشن ېې کړی بیرته ونه رغول شي؟ بیا به ښايي همدغه روده د نورو برخو د جوړولو لپاره هم وکاروو. د مثال په توګه پر هغو جینونو چې معیوبیت او مرګونې ناروغۍ رامنځته کوي نور جېنونه هم اصلاح کولی شو چې ناروغۍ، مرګ، زړښت، اوتیزم او چاغښت رامنځته کوي؟ هیڅوک نه غواړي ماشوم ېې له دغو کمزوریو او ناروغیو وکړیږي. تصور وکړئ تاسو ته څوک ووايي ستاسو او ستاسو د میرمنې یا خاوند جنټیکي معاینه ښيي چې تاسو به یوه ښایسته، ځېرکه او مهربانه لور پیدا کوئ خو ممکنه ده د یو ناسم جېن له کبله مزمن ډپرشن ولري. نوکه دا امکان وي چې د میکرو بیولوجیکي تخنیکونو په مرسته بې له کومې ستونزې اوله  درد پرته دغه جېن بدل شي ایا دا به ستاسو لویه هیله نه وي؟ او تر دې ورهاخوا که دا امکان هم برابر شي چې په دغو جنټیکي مداخلو سره لږ نور هم هغه غښتلې شي ایا خوشاله به نه شئ؟ ژوند د روغو کسانو لپاره هم له سختیو او چیلنجونو ډک دی، نو دا به یوه ګرنټي وي که ستاسو دغه وړه لورکۍ تر نورمال لږ مذبوت دفاعي سیستم ولري، ترعادي کس پورته حافظه ولري او یا له نورمال حالته ډیره خوشاله وي. که ته دغه هیله د خپلې لور لپاره ونه لرې او ستا ګاونډی ېې خپل اولاد ته وغواړې نو ایا ته به ېې وزغمي؟ ایا دا به وزغمې چې ستا لورکۍ د هغه تر اولادو کمه وي؟ که فرض وکړو حکومتونه اجازه ورنه کړي چې دغسې بدلون په ماشومانو کې راولو نو که مثلا د شمالي کوریا حکومت دغه کار وکړ او لوړ استعدادونه، هنرمندان، او د سپورت د بېلابېلو برخو اتلان تولید کړي چې د نورې نړۍ له خلکو په هرډګر کې تل یو ګام مخکې وي نو څه به کیږي؟ په دغسې یو وړوکي ګام به موږ د ماشومانو د جنټیک کاتالوګ د جوړېدا په لور روان شو.

ټول دغه پرمختګونه به په لومړي سر کې د ناروغیو د معالجې  لپاره کیږي. که تاسو یو څېړاند چې د جنټیک ټیکنالوجۍ، او یا د ماغزو او کمپیوټر د نیږدې کېدا په هکله څېړنه کوي پیدا کړئ او پوښتنه ترې وکړئ چې ولې دوي دغه تحقیقات کوي؟ په ډاډ ویلی شم چې دغه څېړاند به ځواب درکړي چې د ناروغیو د معالجې لپاره دغه کارونه کوي. دوي به د مثال په توګه وايي درته وایي: «د جنټیکي ټیکنالوجۍ په مرسته سرطاني حجرې له منځه وړلی شو». اویا به وايي: « که موږ د انسان ماغزه له کمپيوټر سره یو ځاي کړاي شول نو د شیزوفرنیا ناروغي به معالجه شي». دغه خبره بیخي سمه ده او دغه ناروغۍ به ورسره معالجه شي خو کېسه به همدلته پاي ته ونه رسیږي. کله چې انسان بریالی شي چې ماغزه له کمپیوټر سره ونښلوي ایا یوازې به د شېزوفرنیا د ناروغۍ معالجه وکړي؟ که کوم کس وايي چې هو، نو پوه شه چې دغه کس یوازې د ماغزو او کمپیوټر په هکله تخصص لري خو د انسان د رواني حالت او د انساني ټولنې په هکله په هیڅ هم نه پوهېږي. کله چې کوم څوک دغسې پرمختګ او ټیکنالجۍ ته ورسیږي نو هیڅکله به ېې موږ یوازې د ناروغیو په معالجې پورې محدود نه کړو او کله به هم د دې وس پیدا نه کړو چې نور خلک ترې د انسان د بدلون لپاره کار وانه خلي.

حتمن به انسان د نوې ټیکنالوجۍ استعمال محدود کړي او دغه کار لا له مخکې شوی هم دی . د «ایوجېنیک» یا د توکم د پاکولو او ښه کولو نظریه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته مطرح شوه خو اوس پلویان نه لري، دغه راز د انسان د بدن د غړیو پیر او پلور یو وخت لوي تجارت ؤ خو اوس دومره مطرح نه دی. د نوې او فوق العاده ماشوم د تولید کیسه هم ښايي یو وخت ډېره مطرح شي لکه د اندامونو د تجارت په شان چې قاچاقبرو به انسانان وژل چې اندامونه ېې قاچاق کړي، خو وروسته به دغه کار هم عادي او څنګته شي.

انسان په جنګونو کې د چخوف د قانون پیروي نه کوي. دغه کیسه په نورو ډګرونو کې هم عملي کیداي شي. د چخوف د قانون په اساس که په دېوال کې یو ټوپک ځوړند وي باید ډز پرې وشي.« د چخوف د ټوپک قانون د داستاني ادبیاتو په هکله دی هغه وايي: هر هغه شی چې په کیسه کې اضافي وي باید له منځه یوړل شي که په لومړي څپرکي کې مو ویلي دي چې پر دیوال یو ټوپک ځوړند دی په دویم یا دریم څپرکی کې باید حتمن په ټوپک ډز وشي که ټاکل شوي نه وي چې ډز وکړي باید په دیوال هم ځوړند نه وي: ژباړن». اوس انسان دا وس لري چې بیلابیل ټوپک ډګر ته راوړي له دې پرته چې ډز پرې وکړي. له همدې امله باید د انسان پرنوې اجنډا لږ فکر وشي ځکه چې موږ دا انتخاب لرو چې څنګه دغه ټیکنالوجي وکاروو. نو دا اړینه ده چې موږ پوه شو څه پېښېدونکي دي تر دې وړاندې چې ټیکنالوجي زموږ لپاره پریکړه وکړي.

د ساینس پاراډوکس یا تناقض

دغه اټکل چې ویل کیږي انسان به په یوویشتمه میلادي پیړۍ احتمالاً تلپاتې ژوند، نیکمرغۍ او خدايي قدرت  تر لاسه کړي  ښايی ځینې خوابدي، او غوصه کړي، ځینو ته به سپکاوی ښکاره شي او یا ځینې نوربه وډار کړي ځکه خو یوه توضیح دلته اړینه ده.

لومړی باید دا ووایم چې محدود خاص کسان به دغه کار په یوویشتمه پیړۍ کې وکړاي شي. دا به هغه ډله کسان وي چې غواړي ېې، اکثریت به په دې پروژه کې ناڅرګند رول ولري البته که دغه اکثریت د دې پروژې برخه شي. له دې سره سره چې اوسني انسان د جنګونو، وبا او لوږې کچه ډیره راټیته کړې ده، په وروسته پاتې هیوادونو کې به په میلیاردونو کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي اوله تاوتریخوالي او ناروغیو سره لاس او ګریوان دي دا په داسې حال کې ده چې محدود شتمن د تلپاتې ځوانۍ، او د خدايي وړتیاوو د درلودلو لپاره هلې ځلې کوي. په دې برخه کې د بې عدالتۍ کرښې ډېرې څرګندې دي. سړی ادعا کولی شي چې بشریت باید خپل ټول توان او فکر دغو ستونزو ته متوجه کړي تر هغو چې په ټوله نړۍ کې یو ماشوم هم د ناوړه تغذیې له امله مړنه شي او په لویانو کې هیڅ کس د مخدره توکو د باندونو له لوري ونه وژل شي. کله چې وروستۍ توره هم د قولبې په چړې بدله شوه بیا موږ بلې لوېې ستونزې ته پام اړولی شو. خو تاریخ داسې څه نه راښيي. هغه کسان چې په ماڼیو کې ژوند کوي یو ډول پلانونه لري او څوک چې په جونګړو کې ژوند کوي بل ډول. دغه حالت به په یوویشتمه پیړۍ کې هم بدل نه شي.

دویمه خبره دا ده چې دا نه یوه تاریخي پیش بیني او اټکل دی او نه هم کوم سیاسي منشور یا مانیفیست. که حتی موږ د بې وزلو په کلیو کې د استوګنو پر برخلیک هم سترګې پټې کړو، دا لا روښانه نه ده چې ایا دا به ښه کار وي چې د تلپاتې ژوند، نیکمرغۍ او خدايي توان لپاره هڅې وکړو. دا به لویه تېروتنه وي چې موږ یوازې د دغې پروژې په لور روان شو خو بشري تاریخ له ډېرو نورو تیروتنو ډک دی. که تیر وخت ته ځغلنده کتنه وکړو او په تولنه کې شته وو ارزښتونو ته پام وکړو نو ښايی موږ د الوهیت، تلپاتې ژوند او نیکمرغۍ په لور خاپوړې وکړو حتي که زموږ ژوند ته ګواښ هم وي.

دریمه مسله دا ده چې د یو هدف لپاره هلې ځلې په دې معني نه وي چې موږ دې حتمن دغه هدف ته ورسیږو. په تاریخ کې ډیرې دغسې لوي لوي ارمانانو او هیلې شوي دي چې کله هم عملي شوي نه دي. د شلمې میلادي پيړۍ په پيل کې د روسیې تاریخ ټول د کمونستانو له هلوځلو ډک دی چې غوښتل ېې په ټولنه کې طبقاتي واټن ختم کړي خو بریالي نه شول. زما اټکل هم ډیر پر دې دی چې بشریت په یوویشتمه پیړۍ کې د کوم هدف لپاره هڅه کوي اوپرکوم شي تمرکز کوي ، نه دا چې کوم هدف ته به ورسیږي او کومه بریا به ولري. زموږ راتلونکی اقتصاد، سیاست، او زموږ راتلونکې ټولنه به پر مرګ د برلاسه کیدا پر هڅې بڼه خپلوي. ځکه خو دا نه شو ویلی چې بشریت به په ۲۱۰۰ کال کې سل په سلو کې تلپاتې ژوند ولري او نه به مري خو هڅې به همداسې روانې وي.

څلورمه او ترټولو مهمه خبره داده چې دغه اټکلونه هغه رودې او میتودونه راپه ګوته کولی شي چې موږ اوس کومه لار غوره کړو اوډیر زموږ پر اوسنیو انتخابونو بحث کولی شي. دا د پیغمبرانو پیش بینۍ نه دي. که دغه بحث موږ دې نتیجې ته ورسوي چې خپله لاره او انتخاب بدل کړو خو اټکل مو ناسم ثابت شو نو بیا هم نتیجې ته رسیدلي یو. که چیرې موږ اټکل وکړو خو هیڅ شی بدل نه کړاي شي نو له پیش بینۍ څخه مو هدف څه دی؟ ځینې پیچلي سیسټمونه ممکن زموږ اټکلونو ته اهمیت ورنه کړي د مثال په توګه موسمونه او اب وهوا، خو برعکس بشري پرمختګ دغو اټکلونو ته غبرګون ښيي. هرڅومره چې اټکل سم وي هومره به ډیرغبرګون راوپاروي. دا بیخي د یوه پاراډوکس په شان ده څومره چې موږ ډیر معلومات او ډیتا تر لاسه کړو او زموږ د معلوماتو توان او تحلیل ورسره زیات شي هومره پیښې او چارې به سوچه او له تیروتنو کمې شي. چې څومره ډیر پوهیږو هومره لږ قضاوت کوو هومره لږ اټکل کوو. تصور وکړئ که متخصصین بریالي شول او د اقتصاد بنیادي قوانین ېې کشف کړل. کله چې دغه قوانین کشف شي نو سمدستي بانکونه، حکومتونه، پانګوال او نور مشتریان له دغه قانونه او علمه ګټه پورته کوي ترڅو په یوې نوې رودې تجارت وکړاي شي او په سیالیو کې ګټوونکي شي. خو که دغه نوی علم ، نوی چال چلند او کردار رامنځته نه کړاي شي نو په څه  درد خوري؟ دا په دې مانا هم دی چې کله د خلکو کردار او چال چلند بدل شو نو اقتصادي تیوري څنګته او زړه کیږي. موږ ښايي پوه شو چې اقتصاد پخوا څنګه کار کاوه خو په دې نه پوهیږو چې اوس څنګه کار کوي راتلونکې خو لا پریږده.

دا یو هوايي مثال نه دی د اتلسمې پیړۍ په نیمايي کې کارل مارکس اغیزمنه او خورا ښه اقتصادي نظریه مطرح کړه. د دغې نظریې په اساس هغه د کپیټالیزم او پروليټاریا «کارګري نظام» ترمنځ د یوه تاوتریخجېن او پیچلي ټکر اټکل وکړ. د مارکس د اټکل په اساس په دغه ټکر کې به پرولیټاریا یا کارګري نظام پر کپیټالیزم برلاسه کیږي. مارکس ډاډه ؤ چې انقلابونه به د صنعتي انقلاب له مخکښو هیوادونو لکه بریټانیا، فرانسې اوامریکا پیلیږي بیا به نورې نړۍ ته پراخیږي.

خو هغه څه چې مارکس هیر کړي ؤ هغه دا ؤ چې دغه قوانین کپیټالیستان هم لولي. په سر کې یوازې د کارل مارکس پیروانو په جدي توګه دغه قوانین لوستل خو وروسته کله چې دغو سوسیالیستي خوځوښتونو زور واخیست اوقدرت ېې زیات شو  نو کپیټالیستان وډار شول. دوي هم د مارکس «کپیټال» یا پانګې کتاب په ډیرې ځیرتیا سره ولوست او د دې مارکسیستي نظرې ځینې برخې ېې عملي هم کړې. په نولسمه پیړۍ کې د کوڅو او سړکونو له سرګردانو هلکانو تر ولسمشرانو پورې ټولو د اقتصاد په هکله دغه سوسیالیستي نظریه ولوستله او ګټه ېې ترې پورته کړه. حتي افراطي کپیټالیستانو چې په کلکه ېې د دغوسوسیالیستي وړاندویینو مخالفت کاوه د مارکسیسزم له دې نسخې استفاده وکړه.

 کله چې په ۱۹۶۰مې لسیزه کې «CIA» په ویټنام او چیلي کې حالات وارزول نو ټولنه ېې پر طبقو یا پرګنو وویشله. کله چې نیکسن او مارګریټ تاچر نړۍ ته کتل دوي له ځانه پوښتنه کوله چې څوک به د تولید مهم وسایل په واک کې لري. له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۱ کلونو پورې جورج بوش د کمونیستي شوروي د نسکوریدا شاهد ؤ. بوش تمه درلوده چې بیل کلنټن ته د ۱۹۹۲ کال په انتخاباتو کې ماتې ورکړي خو کلنټن وګټله. د کلنټن د بریالیتوب ټوله ستراتیژي په دې شعار کې لنډه شوې وه چې ویل ېې :

« دا اقتصاد دی چې اصلي خبره کوي ، احمقه! ». مارکس په خپله دغه خبره په دومره ښکلي ډول نه شواي کولی.

وروسته چې خلکو مارکسیستي نسخه عملي کړه نو د خلکو چال چلند او کړه وړه بدل شول. بیا نو د بریټانیا او فرانسې په شان کپیټالیستي هیوادونو هڅه پیل کړه چې د کارګرانو وضیعت ته پام وکړي او شرایط ېې ښه کړي، د هغوي ملي روحیه ېې پياوړې کړې او کارګران ېې په کپیټالیستي سیاسیي سیستم کې ورګډ کړل. له دې وروسته کپیټالیستانو د ارامۍ ساه واخیسته. دغه راز کله چې کارګرانو د رايې ورکولو حق ترلاسه کړ او په ډېرو هیوادونو کې کارګري ګوندونو واک تر لاسه کړ نو د کپیټالیستانو خوب نور هم ارامه شو. په ټول کې نتیجه دا شوه چې د کارل مارکس نظرې عملي نه شوې. کمونیستي انقلابونه د بریټانیا، فرانسې او امریکا په لورصادرنه شول او د پرولیتاریا او یا د کارګري نظام دیکتاتوران هم د تاریخ کندې ته ولویدل. دا د تاریخ د علم تناقض یا پاراډوکس دی. هغه علم چې د خلکو کردار او چال چلند بدل نه کړاي شي ارزښت نه لري او کوم علم چې چال چلند بدل کړي ډیر ژر خپل اغیز له لاسه ورکوي او بې ارتباطه کیږي.

چې څومره ډیر معلومات ولرو هومره تاریخ ښه درک کولی شو، او همدومره ژر تاریخ بدلولی شو او همدومره ژر علم او پوهه اپډیت کولی شو.

له څو سوو کلونو راهیسې د انسان علم او پوهې ورو ورو وده وکړه او په نتیجه کې ېې سیاست او اقتصاد هم ورو ورو بدل شو. خو نن سبا علم او پوهه په ډیرې چټکتیا پرمخ ځي او له نظري پلوه موږ باید نړۍ نوره هم ښه وپیژنو خو دغه کار په اوسني وخت کې اپوټه روان دی. د علم چټک پرمختګ له ځان سره په بیړه اقتصاد، ټولنه او سیاست بدلوي. نو کله چې هڅه کوو پوه شو څه پېښېدونکي دي د علم راټولو ته زور ورکوو او په بیړه غواړو معلومات راغونډ کړو خو دغه کار د دې سبب کیږي چې بدلونونه نور هم ګړندي او یوه لويه ګډوډي رامنځته شي. په نتیجه کې موږ د اوسني وخت د تحلیل او د راتلونکې د اټکل لپاره وخت نه پيدا کوو. په ۱۰۱۶ میلادي کال کې دا ډېره اسانه وه چې اټکل وکړو اروپا به په ۱۰۵۰ کال کې څنګه وي. د کورنیو لړۍ یا سلسلې به پاي ته رسېږي، بهرنیان به حملې کوي او طبیعي پېښې به ډېرې وي خو دا خبره روښانه وه چې  په۱۰۵۰ میلادي کال کې به بیا هم باچایان او پادریان پر اروپا واکمن وي. دغه راز ټولنه به کرهڼېزه وي، او زیاتره اروپاییان به کروندګر وي، اروپا به بیا هم د لوږې، وبا او جنګونو مرکز وي.

په ۲۰۱۶ کال کې بر عکس موږ نه پوهېږو چې اروپا به په ۲۰۵۰ کال کې څنګه ښکاري او موږ لا هم نه پوهېږو چې د نړۍ دغه برخه به کوم ډول سیاسي نظام او سیستم ولري، د کار موندلو بازار به څنګه منظم کیږي او د خلکو بدني جوړښت به څه ډول وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب