Homeخبرونهکابل کې ترافيکي پېښې ۷۷ تنه مړه او ژوبل کړي

کابل کې ترافيکي پېښې ۷۷ تنه مړه او ژوبل کړي

تاند (سه شنبه، د ثور ۷مه) ځايي سرچینې وايي تېره شپه د وردګ بابا ټرانسپورټي شرکت اړوند ۵۸۰ او ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرو ټکر کړی چې له امله يې ۷۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې ټکر د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ سیمه کې شوی دی.

سرچینه وایي په دې پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي دي.

خو بل لورته بیا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې په دې پېښه کې ۷ تنه مړه شوي او ۷۰ تنه نور ژوبل دي.

ډېری وخت حکومتي چارواکي پر دې لاره د ترافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي یادوي.

خو موټر چلوونکي بیا د لارې خرابوالي لویه ستونزه یادوي.

د یادونې ده، چې تېره جمعه د غویې په ۳ مه نېته هم په زابل ولایت کې ترافیکې پېښې ۲۶ مسافرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

په یاده پېښه کې وژل ۱۴ مسافر د ننګرهار د پچير آګام ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې هلمند ته د مزدورۍ لپاره تللي وو او بېرته خپلو کورونو ته راستنېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...