Homeخبرونهبلخ کې یوه زوم د خپل خسر پر کورنۍ برید کړی

بلخ کې یوه زوم د خپل خسر پر کورنۍ برید کړی

تاند ( سه شنبه، د ثور ۷مه) بلخ ولایت کې یوه زوم خپل د خپل خسر پر کورنۍ برید کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي، په دې برید کې زوم خپل اوښی وژلی، خواښې او خسر یې ټپیان کړي دي.

عادل زیاتوي، دغه پېښه تېره شپه د دهدادي ولسوالۍ په چهل دختران سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې قاتل د بغلان ولایت اوسېدونکی دی او تر لفظي شخړې وروسته یې خپل اوښی د تفنګچې په ډزو وژلی او خواښې او خسر یې تپیان کړي دي.

د عادل په وینا پولیسو د قاتل د نیولو هڅې پیل کړي دي.

د یادونې ده چې ډېر کله د هېواد د ولایتونو په یو شمېر لرې پرتو کلیو کې د کورني تاوتریخوالي له امله ورت پېښې رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...