سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهګذر وکیلانو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

ګذر وکیلانو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

تاند سې شنبه، د حمل ۳۱ ) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې ځینو ګذر وکیلانو په ترورېستي کړنو د شکمنو او تورنو کسانو جعلي او په خپل لاس جوړ شوي اسناد تایید کړي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، د ګذر وکیلانو دا چاره د امنیت ضد له عواملو سره د دوی سیده همکاري ښیي.

نوموړی زیاتوي چې ګذر وکیلان حق نه لري څو له پېژندنې، د اوسېدو ځای او د خلکو له تشخیص پرته د دوی ضمانت او تصدیق وکړي.

د کورنیو چارو وزارت دغه راز ګواښ کوي چې که چېرې داسې کوم سند تر لاسه شي چې د ګذر وکیل مهر او لاسلیک پرې شوی وي او جعل یې تثبیت شي؛ نو ګذر وکیل به په بېړه د پولیسو له خوا ونیول شي او عدلي او قضایي بنسټونو ته به ور وپېژندل شي.

ارین خبرداری ورکوي چې د ګذر وکیلانو له چارو کره څارنه کېږي او دې خبرتیا ته باید جدي پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د کابل ملي امنیت ریاست د ښاروالي په مرسته د خلکو د معلوماتو د ثبتولو په موخه ځینې فورمې وېشلې وې چې پکې د خلکو د شخصي معلوماتو د ټولولو تر څنګ د ګذر او ناحیې له وکیلانو څخه د هغوی د تثبیت لپارخ تائید معلومات هم غوښتل شوي وو.

ویل کیږي چې د هېواد په ډېر شمېر سیمو کې ځینې خلک د جالي مهرونو څخه په ګټنه ځینې مهم اسناد مهر کوي او دا مهرونه په ازاد بازار کې په خورا ارزانه بیه تر لاسه کیږي.

دا مهرونه په ځینو مطبعو کې له ۵۰۰ تر ۵زره افغانیو تر لاسه کیږي او د ګذر وکیلانو د مهر سربېره ان د ځینو مهمو حکومتي ادارو مهر یا ټاپې هم په اسانه تر لاسه کېدلای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب