سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمصالحې شورا: د استانبول ناستې لپاره د جمهوریت د پلاوي نوملړ جوړ...

مصالحې شورا: د استانبول ناستې لپاره د جمهوریت د پلاوي نوملړ جوړ شوی

تاند (سه شنبه، د حمل ۳۱) د ملي مصالحې عالي شورا وایي، د هغو کسانو نوملړ به ژر اعلان شي، چې په ترکیه کې د جوړېدونکې ناستې لپاره چمتو شوی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د ویاند فریدون خوځون په خبره، افغان دولت د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د جوړېدونکې ناستې لپاره بشپړ تیاری نیولی او په دې ناسته کې د ګډون‌کوونکو کسانو نوملړ چمتو شوی دی.

ښاغلي خوځون زیاته کړې، چې طالبانو تر اوسه په دې ناسته کې د ګډون لپاره د تیاري خبر نه دی ورکړی.

بلخوا طالبان وايي، استازي یې له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت دي، څو د استانبول او د افغانستان د سولې په اړه راتلونکو غونډو کې د ګډون په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، که د دوی اندېښنې ځواب شي، د افغانستان د سولې لپاره له هر جوړ شوي فرصت ګټه اخلي.

هغه زیاته کړې چې اوس هم خبرې روانې دي او تېره ورځ هم ناستې شوي چې کېدای شي راتلونکې کې هم وشي.

تمه کېږي، چې د افغان سولې په تړاو دا ناسته په استانبول کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د اپریل ۲۴مه پیل شي، چې ۱۱ ورځې به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب