سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهکورونا په افغانستان کې؛ تازه یې ۷ تنه وژلي او ۱۷۶ پرې...

کورونا په افغانستان کې؛ تازه یې ۷ تنه وژلي او ۱۷۶ پرې اخته شوي

تاند ( سې شنبه، د حمل ۳۱) د عامې روغتیا وزارت مسوولین په هېواد کې یو ځل بیا د کورونا د مثبتو پېښو د ډېروالي خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې ۱۷۶ کسان په کورونا ناروغي اخته او ۷ تنه ترې وژل شوي دي.

عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیره شپه او ورځ کې د کورونا ویروس د ۲۱۵۹ مشکوکو سمپلونو معاینه کړي چې ۱۷۶ هغه یې مثبت ښودل شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي چې په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۸۲۱۳ ته پورته شوو.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۷ تنه له کورونا ویروس څخه مړه شوي چې په دې سره هیواد کې د کورونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۵۵۷ تنه ورسېد.

روغتیا وزارت همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې له کورونا ویروس څخه د ۲۸ ناروغانو د بیرته ښه کېدو خبر هم ورکړی چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۲۲۷۲ ته لوړ شو.

ورته مهال په افغانستان کې د کورونا وبا د درېمې څپې د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې ټول کورني او نړیوال هوایي شرکتونه باید تر سفر وړاندې له مسافرو د کورونا منفي ټېسټ واخلي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وایي چې دغه پرېکړه د کورونا د درېيمې څپې د مخنیوي په هدف ترسره شوې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیونه کسان په کورونا ناروغي اخته او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب