تاند (سه شنبه د حمل ۳۱) د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په تخار ولایت کې د انسان تښتونکو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې.
د ملي امنیت عمومي ریاست نن سه شنبه/د حمل ۳۱/ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د انسان تښتونکو دغه شپږ کسیزه ډله د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ډلې مشر چې منګل نومېږي، د جنايي جرمونو او ترهګریزو کړنو په تور زنداني شوی و، خو هغه مهال بېرته ازاد شو چې د طالبانو زندانیان د افغان حکومت له بند څخه خوشې شول.
نیروهای های قطعات خاص ریاست عمومی امنیت ملی با راهاندازی یک عملیات هدفمند در ولایت تخار یک شبکهی شش نفری آدمرُبا را به رهبری منگل بازداشت کردهاست.#NDS_Afghanistan pic.twitter.com/lIH3OdW9R5
— NDS Afghanistan (@NDSAfghanistan) April 20, 2021
خبرپاڼه وايي، نیول شوې ډلې پلان درلود چې په تالقان ښار کې درې ملي سوداګر اختطاف کړي، خو هدف ته تر رسېدو مخکې ونیول شول.
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې له دغې شپږ کسیزې ډلې سره یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.