سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکايي قوماندان: تراوسه د اډې په اړه د افغانستان له ګاونډیو سره...

امریکايي قوماندان: تراوسه د اډې په اړه د افغانستان له ګاونډیو سره موافقه نه ده شوې

تاند(سې شنبه، د حمل ۳۱) په سیمه کې د امریکا د پوځ تر ټولو ستر قوماندان وايي، دغه هیواد تر دې دمه د افغانستان له کوم ګاونډي سره موافقه نه ده کړې چې د سپټمبر په یوولسمه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته هلته د تروریستانو د ځپلو لپاره اډه ولري.

په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکینزي دا خبره نن د امریکا د کانګریس غړیو ته د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، په دې هیواد کې د تروریستانو له لوري د مرکزونو د بیا جوړولو د مخنیوي لپاره امریکا په شاوخوا هیوادونو کې اډه لري یا د اډې د جوړولو په اړه خبرې کړي؟

ده وویل، امریکا تراوسه د افغانستان له ګاونډیو سره په دې اړه خبرې نه دي کړي او نه یې هم په دې اړه له کوم هیواد سره موافقه لاسلیک کړې ده.

لوېدیځې رسنۍ وايي، که له پاکستانه غوښتنه وشي، ښايي دا هیواد په خوشالۍ د امریکا غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي ځکه چې د دې کار په بدل کې به له پاکستان سره د ملیاردونو ډالرو مرسته وشي او په نړیواله صحنه کې به د پاکستان اعتبار او ملاتړ لوړ شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې که له افغانستانه ټول پوځیان وباسي، بیا به هم دا امکان ولري چې تروریستان په افغانستان کې سر پورته کولو ته پرېنږدي.

دوی دغه راز ویلي چې دا وس به هم لري چې طالبان پر لویو ښارونو له حملو راوګرځوي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې سره سم، ټول امریکايي پوځیان د سپټمبر پر یوولسمه، چې پر نیویارک  او واشنګټن د ترورویستي حملې له شلمې کالیزې سره برابریږي، له افغانستانه وځي. په افغانستان کې د موجودو ۲۵۰۰ امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر د مې په لومړۍ نېټه پیلېږي. د زرګونو امریکايي قراردادیانو د ایستلو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

1 COMMENT

  1. طاعات وعبادات مو قبول شه ! امریکا دې دا اډه بیا پاکستان ته ورکړی – چې افغانستان دنړۍ له نقشې ورک او اسلام قایم شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب