سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+آی پي اېل: ۱۳ مه لوبه کې ډيلي کاپیټلز بریالۍ شوه

آی پي اېل: ۱۳ مه لوبه کې ډيلي کاپیټلز بریالۍ شوه

تاند ( سه شنبه، د حمل ۳۱) د آی پي ایل په ۱۳مه لوبه کې ډیلي کاپېټلز لوبډلې ممبی ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې نن په چینای کې ترسره په کې ممبی پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه.

ممبی انډینز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې وکړې.

لوبډلمشر روهیت شرما ۴۴، ایشان کشن ۲۶ او سوریا کمار یادو ۲۴ منډې وکړې.

د ډیلي کاپیټلز لپاره امیت مشرا ۴ اویش خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ډیلي کاپیټلز لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په شلم اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه یې د ۶ لوبغاړو په توپیر وګټله.

شکر دهوان ۴۵، سټیو سمیت ۳۳ او للیت یادو ۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د یادونې ده چې د آی پي ایل ۱۴مه او ۱۵مه لوبه سبا د پنجاب او حیدراباد او کلکته او چینای ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب