یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+افغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

درېیمه برخه
سلطان داود کرلاڼي بيا هم غلی نشو
                                         استاد شهسوارسنګروال
د هند د پښتنو بدمرغي پدې کې وه چې پښتانه د افغان ضد ټلوالې ځواکونو په ليکو کې هم وه او د افغان مشرانو په پوځ کې هم شتون درلود. يانې پدې مانا چې يو شمېر افغانان د مغلو په دربار او پوځونو کې موجود وه، چې د افغانانو په وړاندې جنګېدل. د ساري پډول د اسدالله خان افغان (۱۵۵۵زمړ) دوه زامن هر يو رحمان خان او حقداد خان چې رحمان خان يې «مالوي» ته لاړ په افغان ځواکونو کې له «باز بهادر» سره نوکر شو او بل ورور يې حقداد خان بيا اګرې ته لاړ هلته د اګرې باچا په لښکرو کې خدمت ته مټې را ونغاړلې.
دلته ګورو چې دوه وروڼه يو د مغلو سره او بل د پښتنو سره دواړه يو د بل په وړاندې په دوه سيالو پوځونوکې په خدمت بوخت وه.
حقدار خان تر ۱۶۰۶ز (۱۰۱۷ هـ.ق) کال پورې اګره کې وه او له ده وروسته د ده زوی رحيمداد خان هم د پلار په منصب وتاکل شو او د اکبر په پوځونو کې نوکر وه.
همدا ډول مغل جنرال چې خپل پوځ د يو شمېر افغاني ځوانانو په مټ پياوړی کړی وه، نو بيا یې د افغانانو په وړاندې محمد قلي د کرلاڼي داود د ځپلو لپاره ستګون satgoan د مجنون خان او بابه خان په مشرۍ يې يو بل پوځ «ګوراګات» ته واستوو چې هلته د داود کرلاڼي يو شمېر سرداران د مخه تللي وو.
د پوځ دريم غونډ بيا د مراد خان په قومنده د فتح اباد او يو شمېر نورو سيمو د نيولو لپاره هلته ولېږه.
له دې سربېره يو شمېر پوځيان يې د اعتماد خان په لارښودنه د «سونارګون» د لاندې کولو لپاره هلته واستول.
پدغه څلورو واړو غونډونو کې افغان جنګياليو شتون درلود چې د افغانانو په وړاندې جنګېدل.
پدغو جګړو کې ګڼ شمېر افغانان ووژل شول. ان يو نامتو جنرال چې د سلطان داود له نږدې ملګرو څخه وه د سليمان منګلي په نوم هم له مينځه لاړ.
ولې کله چې د سلطان داود پوځ د جنرال محمد قلي خان لخوا ماته وخوړه نوموړی «اوړيسا» ته په شا شو.
پدغه مهال د سلطان داود يو تربور چې «جنيد» نومېده او د خپل تره سليمان کرلاڼي په مهال د اکبر دربار ته تښتېدلی وه بېرته سيمې ته د دې لپاره راغی چې د افغانانو له لاسه وتلې دب دبه بېرته ترلاسه کړي. ولې داود پرې باور و نه کړ، خو دی په يوازې سر په بهار کې د مغلو د يوه ستر دښمن په څېر تر پايه پاتې شو.
د سلطان داود کرلاڼي او د مغلي جنرال منعم خان ځواکونو تر مينځ په ۱۵۷۵ز کال د «تورکاوۍ» نومي ډګر کې مخامخ شول، او د دغې جګړې په ترڅ کې مغلو ځواکونو ماته وخوړه.
د ګوجر خان پيلانو د بابريانو په پوځ رڼا ورځ توره شپه کړه او نامتو جنرال علم خان پدغه ډګر کې ووژل شو.
ولې افغاني پوځونو، د تېر په څېر د مغلانو د شتو په لوټلو پيل وکړ او منعم خان بيا تيت و پرک ماتې خوړونکی پوځ راټول کړ او بيا يې په افغان پوځ بريد وکړ او ډېر ژر يې له لاسه وتلی برم بېرته خپل کړ او د افغان پوځ له سرونو يې (۸۰) برجونه جوړ کړل.
«منعم خان د خپل زړه د خوشالۍ او د خپلې غوسې د کرارولو لپاره ګڼ شمېر افغاني جنګيالي چې له ده سره بنديان وه له زندانه را ايستل او د ټولو سرونو يې (۸۰) منارونه جوړ کړل.»([1])
د افغانانو د بې اتفاقۍ له امله په زرګونو افغانان ووژل شول او داود کرلاڼي هم چې پوه شو نور په ځان کې د جګړې وس نلري نو غوره يې وګڼله چې له مغلي ځواکونو سره سوله وکړي.
کله چې اتيا کلن منعم خان دا پيغام ترلاسه کړ، په ډېرې خوښۍ يې د سلطان داود سولې ته غاړه کېښوده.
هغه وو چې داود د کرلاڼي له خپلو سردارانو سره په ۱۵۷۵ز کال د اپرېل په ۱۲ نېټه د جنرال منعم خان استوګنځي ته راغی او د نوموړي لخوا له يوه دروند هرکلي سره مخامخ شو.
د دې لپاره چې کرلاڼي داود خپله ژمنه د اکبر پاچا دربار ته په ځای کړې وي، نو بيا يې خپل استازی شيخ محمد د هغه حضور ته واستوو.
اکبر پاچا هم يوه توره او يو د زرو کمربند د ډالۍ په دود سلطان داود ته ولېږه.
په ښکاره خو د داود او جنرال منعم خان ترمينځ پدې خبرې سوله وشوه، په رسمي توګه بهار او بنګال د جلال الدين اکبر د واکمنۍ برخه شوه. ولې افغانانو دغه پرېکړه و نه منله او ځای ځای د مغلو د پوځونو په وړاندې پاڅونونه پيل شول.
«افغاني ځواکونو د کرلاڼي جنيد، جلال الدين سور او يو شمېر نورو قومي مشرانو په مټ په روهتاس سهرام خپله ولکه ټينګه کړه او جلال الدين سور د اکبر مغلي جنرال مجنون خان قاقشال له «ګوراګات نه وشاړه.»(۲)
افغان جنګياليو په شمالي بنګال او جنوبي بهار کې خپله ولکه لا پياوړې کړه او منعم خان دېته اړ شو چې په ۱۵۷۵ز کال د اګست په مياشت کې د بنګال پلازمېنه له «ټنډا» نه «ګور» ته ولېږدوي، سچې د تاريخپوهانو په اند دا د منعم خان يوه لويه تېروتنه وه دا ځکه چې دغې سيمې ډېر بد اقليم درلود او کرلاني سليمان کلونه وړاندې د بنګال پلازمېنه له ګور نه ټنډا ته لېږدولې وه.
«د منعم خان يو نوکر بايزيد بيات وايي پدغه وخت کې داسې يوه اوبا پدغه سيمه کې راغله چې دومره زيات خلک مړه شول چې تکفين او تدفين يې ناشونی وو. کله چې منعم خان وليدل نو امر يې وکړ چې پلازمېنه له ګور نه بېرته ټنډا ته نقل کړي. ځکه چې په دغه اوبا کې د ده ۱۲ تنه جنرالان هم مړه شول.»(۳)
د اکبر په وړاندې، د سلطان داود کرلاڼي پاڅون
دا چې ولې داود د کړي تړون نه سر وغوړوه او بيا د مغلو په وړاندې ودرېد؟ ښايي څو لاملونه د پام وړ وي:
لومړی دا چې ده له خان جهان سره ان د پلار له وختونو نه اړيکه لرله او هغه به ورته د افغانانو د برم او دب دبې خبرې کولې او دی يې دې ته هڅوه چې بنګال بايد د افغانانو له لاسه ونه وځي.
دوم داچې کله افغانان د مغلو په وړاندې ودرېدل او ده د افغانانو مېړانه وليده چې د بهار او بنګال ډېرې سيمې له مغلي ځواکونو نه ونيولې بيا دی دې ته وهڅېده چې تېره دب دبه ترلاسه کړي.
دريمه خبره دا چې د جلال الدين اکبر نامتو جنرال منعم خان په ۱۵۷۵ز کال د اکتوبر په ۲۳ نېټه ومړ. نو د منعم خان مړينې هم په ده اغېزه وکړه او بيا يې د مغلو په وړاندې مټې را ونغاړلې.
د جلال الدين اکبر د واکمنۍ په اړه ډېر څېړونکي داسې انګېري چې نوموړی د نورو مغلي واکمنو په پرتله د ډېر زغم څښتن او د هند د بېلابېلو قومونو او مذهبونو په اړه يې کوم تعصب نه درلود او په دربار کې د بېلابېلو قومونو استازي راټول کړي وه، چې موږ د پښتنو استازو په لړ کې خان جهان يادولی شو چې د کېمبرج هسټري په اثر کې راغلي دي:
«اکبر د پراخ نظر څښتن وه د مسلمانانو او راجپوتانو ترمينځ يې کوم توپير نه کوه د هندوانو پنوم جزيه يې هم له مينځه يووړه.»(۴)
«هندوستاني سياسي نظام کا تدريجي ارتقا»
په کتاب کې هم راغلي دي چې اکبر د سلطان داود لومړی وړانديز ځکه ومنه ، نه غوښتل چې ځان له افغانانو سره ښکېل کړي.
ولې داود هم لکه مغلي اکبر غوندې، خپل ځان د بهار او بنګال حقدار ګاڼه. پدې مانا چې که اکبر ځان د همايون ځای ناستی ګاڼه، همدا رنګه داود کرلاڼي هم خپل ځان بيا د سليمان کرلاني د چارو وارث ګاڼه، نو ځکه خو يې بيا د مغلو په پوځ بريد وکړ او په پوره بريالي توب سره خپلې پخوانۍ پلازمېنې «ټنډا» ته ننوت.
له کرلاڼي داود نه سربېره نورو پښتنو نوابانو هم د مغلو واک ته غاړه نه اېښوده. په دغه لړ کې يو هم د «بهاټي» bhati سيمې يو مخور مشر عيسی خان وه، چې له ختيځ بنګال نه يې د اکبر مغولي ځواکونه تېښتې ته اړ کړل.
کله چې مغلي اکبر له دې پېښو خبر شو، نو بيا يې حسين قلي خان مشهور په خان جهان چې د بېرم خان خوريی کېده د بنګال والي وټاکه، او ترې وې غوښتل چې له لاسه وتلې سيمې بايد ډېر ژر له افغانانو ونيسي.
دلته يوه خبره د پام وړ ده، چې دغه خان جهان هغه افغان خان جهان ندی چې نوم يې پيرخان وو: «چې په ۹۹۴ هـ کال زيږېدلی دی. پلار يې دولت خان نومېده چې د مغل اکبر پاچا په دربار کې يو منلی انسان وه.»(۵)
حسين قلي خان له ستونزو ډک کار ته ملا وتړله او ماته خوړونکی پوځ يې را ټول کړ. لومړی يې «ټيليا ګړهي» لاندې کړه او بيا د ټنډا په لور وخوځېدل.
کرلاڼي داود روانو پېښو دومره پوخ کړی وه چې يو شمېر مغلي پلويان يې د ځان په خوا کړل او د پوځ په مينځ کې داسې يوه پروپاګنده خپره کړه، چې دا څومره د بدمرغۍ خبره ده چې سوني مسلمان پوځيان د پارس د يوه شيعه جنرال حسين قلي په امر له افغان سوني مسلمانانو سره جنګېږي.
نوموړي په دېرې وارخطايۍ له ټولواکمن جلال الدين اکبر نه وغوښتل چې نوي وسلوال له خوړو سره د ده مرستې ته ولېږي.
مغلي اکبر په ۱۵۷۶ز کال مظفرخان د يوه ځواک په ملتيا سيمې ته واستوو چې دواړه لښکرې په راج محل کې سره يو ځای شوې او بيا یې په افغانانو بريد وکړ.
پدغه جګړه کې د سلطان داود يو شمېر وزيرانو او جنرالانو له ده سره خيانت وکړ او د ده ډېر پټ اسرار يې مغلي خان جهان ته په لاس ورکړل.
د ډاکتر محمد عبدالرحيم په قول د Ramram basu رام رام بسو د هغه ګټور اثر له مخې چې «پره تاپا ديتيه چرتيره» prapaditya charitra نو مېږي راغلي دي، چې د داود د ګران وزير «سري هري ويکرامه ديتيا Srihari Vikramadityaد خيانت له امله ده او ورور يې «بسنتارای» ‌basantarai ټول دولتي اوراق او سري پاڼې مغلي جنرال ته په واک کې ورکړل او په پای کې د دغې خونړۍ جګړې په ترڅ کې د ده ملګری جنيد کرلاڼي ووژل شو او دی د مغلي ځواکونو په لاس ورغی او بيا يې مغلي خان جهان ته لاس تړلی را ووست.
ويل کېږي چې داود ډېر تږی شوی وه او کله چې اوبه وغوښتې نو بيا ورته په بوټ کې اوبه راوړې.
دغه ښکلی ځوان يې درې وارې په چاړه وواهه خو سر يې غوڅ نشو او په څلورم وار يې سر له تنې نه جلا شو چې بيا يې د ده سره جلال الدين اکبر ته چې په اګره ګې و د سيد عبدالله په لاس ورولېږه.
د مغلي دربار تاريخ پوهان په اکبر نامه، طبقات اکبري، بدايوني او نورو کې د راج محل د جګړې په اړه نه يوازې د رام رام بسو د اثر ليکنو ته ورته څه ويلي دي بلکې د نعمت الله هروي دغه يادونه چې: «په ختيځ هندوستان کې د افغانانو د واک او ځواک لړۍ د قتلو لوا
ڼي د خيانت له کبله پای ته ورسېده.»(۶) هم کومه يادونه نده شوې. ولې بيا هم نعمت الله کښلي دي:
«د راج محل د جګړې په شپه قتلو لواڼي د سلطان داود کرلاڼي په وړاندې له مغلي خان جهان سره اړيکې ټينګې کړې وې.»(۷
دغه دواړه سرچينې انګېري چې مغلي چارواکو قتلو لواڼي ته يو څه منلي وه او هم یري هري ويکرامه ديتيا ته چې د سلطان داود له خزانو سره په ډاډه زړه جيسور ته وتښتېد.
کومه سيمه چې قتلو لواڼي ته پرېښودل شوه هغه «اوړي سه» نومېده او مغلي خان جهان تر پايه له هغې سيمې سره غرض ونه کړ.
د داود کرلاڼي له ماتې وروسته د پښتنو واکمني په بهار او ابنګال کې پايته ورسېده. چې د دې لاملونه ښايي ډېر وي خو يوه لويه تاريخي تېروتنه د کرلاڼي داود دا وه چې يو ډېر خواخوږی دوست لودي يې وواژه.
دويمه دا چې د ده وزيرانو او جنرالانو له ده سره خيانت وکړ چې د مخه يې يادونه وشوه.
دريمه خبره دا چې پخپله د مغلي اکبر پوهه وه چې يو د بل پسې يې افغان چارواکو ته ماته ورکړه.
څلورم لامل يې له ټولو ډېره مهمه وه هغه د پښتنو مشرانو او سردارانو بې اتفاقي، ځان ځاني او خپل مينځي جګړې وې.
ښايي داسې نور لاملونه به هم وو چې په پای کې د افغانانو ورستي پاچا يا سلطان ومړ او يا په ټوله کې د افغانانو ټولواکمني د داود کرلاڼي په مړينه پايته ورسېده. (نوربیا )
۱— ابوفضل ،اکبر نامه دریم ټوک ۳۰۸— ۳۰۹ مخونه
۲— احمد بخشينظا م الدین طبقات ۲ټوک
۳— شیخ عبد القادربدایوني ۲ټوک ۱۹۶-۱۹۵ مخونه
۴— پالنپوري تاریخ هند۱۵۰ مخ
۵— مولانا محمد حسن در بار اکبري ۷۱۱ مخ
۶— ډاکتر محمد سلیم ۲۹۹ مخ
۷— نظا م الدین همغه اثر۳۱۰ مخ
۸— اکبرنامه۳۱۲ مخ
۹— سنګروال دتاریخ مرصع تاریخی څېړنه ۱۲۰مخ
۱۰– بابرنا مه ۲۰ مخ
[1] – ابو فضل اکبر نامه ۳ ټوک ۲۹ – ۳۰۸ مخونه.
– احمد بخشي نظام الدين طبقات ۲ ټوک ۹ – ۳۰۸ مخونه.
– شيخ عبدالقادر بدايوني ۲ ټوک ۱۹۵ – ۱۹۶ مخونه.

1 COMMENT

  1. د سنګروال صیب که کوم بل عکس وي راپیدا یې کړئ که نه ترې ویې غواړئ. د داسې اکاډمیکو شخصیتونو عکسونه داسې ښه ښکاري چې د خپلې مطالعې کتابونو/کمپیوټر سره یا شخصي کتابتون کې ناست وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب