دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهپه ۱۳۹۹ کې د افغانستان صادرات لس سلنه کم شوي

په ۱۳۹۹ کې د افغانستان صادرات لس سلنه کم شوي

تاند (سه شنبه د حمل ۳۱) د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېر ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان صادرات د تېر په پرتله ۱۰ سلنه کم شوي دي.

دغې ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان واردات ۶۵۳۷ او صادرات هم ۷۷۶،۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې د ۱۳۹۸ کال په پرتله په‌ کې کموالی راغلی دی.

د راپور له مخې، د افغانستان د صادراتو کموالي ډېره برخه د ۱۳۹۹ مالي کال په دویمه ربعه کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله و. راپور زیاتوي، په دویمه ربعه کې د لومړۍ هغې په پرتله شاوخوا ۷۰ سلنه کموالی راغلی و.

د سرچینې په حواله، « د سوداګرۍ ارقام ښیي چې په ۱۳۹۹ کال کې د ثبت شويو وارداتي اجناسو ټول ارزښت ۶۵۳۷,۶ ميليون ډالره او د هېواد صادرات ۷۷۶,۷ ميليون ډالره وو. په ۱۳۹۸ کال کې د هېواد واردات ۶۷۷۶,۸ ميليون او صادرات ۸۶۳,۸ ميليون ډالره وو. دغه ارقام د دې ښکارندویي کوي چې د هېواد وارداتو په ۱۳۹۹ کال کې د تېر کال په پرتله ۲۳۹,۱ ميليون ډالره یا ۳,۵ سلنه کموالی کړی دی، په داسې حال کې چې صادراتو د ۸۷,۱  ميليون ډالرو یا ۱۰,۰ سلنې په اندازه کموالی کړی دی. باید وویل شي چې په ۱۳۹۹ کال کې د وارداتو په ټول ارزښت کې ۲۵۳,۵ میلیون ډالره د برېښنا واردات هم شامل دي.»

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د موندنو له مخې، په ۱۳۹۹ کال کې د برېښنا د تولید کچه هم کمه شوې ده چې له ۶۱۹۷،۶۲ کیلو واټ څخه ۶۱۸۲،۷۴ ته رسېدلې ده.

دغه راز، راپور ښيي چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د هېواد د کورنيو ناخالصو تولیداتو کچه منفي ۱،۹ سلنه وه او یوازې د کرنې سکټور مثبته پراختیا موندلې ده.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د غنمو حاصلات ۶ سلنه لوړ شوي او ۵ میلیون دوه سوه زره ټنه غنم په کور د ننه تولید شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب