Homeخبرونهد زابل د ولایتي شورا په رئیس چاودنه شوې

د زابل د ولایتي شورا په رئیس چاودنه شوې

تاند (سه شنبه د حمل ۳۱) د زابل د ولایتي شورا په رئیس چاودنه شوې ده چې له امله یې نوموړی ټپي شوی دی.

راپورونه وايي، په عطا جان حق بیان نن غرمه مهال د یاد ولایت په مقام کې تر یوې غونډې وروسته د والي د دفتر مخې ته چاودنه شوې چې نوموړی یې ټپي کړی دی.

ویل کېږي چاودنه ډېره قوي وه او ممکن نور تلفات هم ولري.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی او نه یې د څرنګوالي په هکله ډېر معلومات ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...