پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: طالبانو د افغانستان زېربناو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی

ولسمشر غني: طالبانو د افغانستان زېربناو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د وسله والو طالبانو حرکاتو د افغانستان زېربناو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی دی.

ښاغلي غني دغه خبره نن سه شنبه په ارګ کې د حکومتولۍ او بشري سرچینو د اونۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال وکړه او پر طالبانو یې غږ وکړ چې که په هېواد کې عامه ځایونه نه شي جوړولی د تخریب مخه دې ونیسي.

د نوموړي په خبره که طالبان غواړي چې د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي، نو پل، پلچک ښوونځی او هغه ځایونه چې عام خلک ترې ګټه پورته کوي زیان نه اړوي.

هغه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو وروستۍ جګړې ته په اشارې وویل چې په دې ولسوالۍ کې دوه لوی پلونه او ګڼ شمېر پلچکونه د طالبانو له خوا وران شوي او په وینا یې چې په ټوله ولسوالۍ کې ماینونه ځای پر ځای شوي دي.

بله خوا د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ د نننۍ غونډه پر مهال په بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۱۰۰ تکمیل شوي پروژې هم افتتاح شوې.

ولسمشر وویل، پر یادو پروژو پنځه میلیارد افغانۍ لګښت راغلی دی.

طالبانو تر دا مهاله د افغانستان زېربناو ته د زیان اړولو په هکله د ولسمشر غني د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

خو مخکې تر دې یې د عامه ځایونو په ویجاړولو کې لاس لرل رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب