جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسږکال ننګرهار کې د ګلابو حاصلات ډېر شوي

سږکال ننګرهار کې د ګلابو حاصلات ډېر شوي

تاند(سه شنبه، د حمل ۳۱) د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د ننګرهار د درې ولسوالیو اچين، دره‌نور او سپين‌غر ولسواليو کې په ۵۱۰ جريبه ځمکه باندې د ګلابو بڼونه موجود دي.

د یاد ریاست په وینا چې له دغو کروندو څخه سږکال ۱۳ میلیونه او ۸۶۰ زره افغانۍ عايد ترلاسه شوی دی.

د دې ولايت د کرنې رياست رئيس انعام الله صافی وایي، د ګلابو هر جریب ځمکه په اوسط ډول تر ٧٠٠ کیلو ګرامه ګلانو حاصل ورکوي چې په وري میاشت کې ګل ورکونه پیلوي او ٣٥ ورځې ګل ورکونه دوام مومي.

د مسؤلينو په وینا، د ګلابو په دې کروندو کې یوشمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په ورته وخت کې د ګلابو بڼ لرونکي هم د ګلابو له کرکېلې خوښ برېښي او وايي، د کوکنارو په پرتله د ګلابو کرکېله ورته هم اسانه ده او هم ښه عايد ترې ترلاسه کوي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د ګلابو د عطر دوه کارخونې کار کوي چې له ځایي بزګرو څخه ګلاب اخلي او بيا ترې عطر توليدوي.

اورځلا او افغان روز هغه دوه کارخونې دي چې په ننګرهار کې د ګلابو او نارنجو څخه عطر توليدوي او بازار ته يې وړاندې کوي.

د یادونې ده چې ګلاب د ننګرهار په هغو ولسواليو کې ښه پايله ورکوي، چې هوا یې سړه او د سمندر له سطحې څخه یې لوړوالی زیات وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب