سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeمقالېاسلامد روژې ګټې؛ له ګڼ شمېر ناروغیو مو ژغوري

د روژې ګټې؛ له ګڼ شمېر ناروغیو مو ژغوري

د روژې ګټې:

د اوسني طب څېړنو ښودلې چې روژه د انسان د وجود لپاره خورا ډېرې ګټې لري او هر هغه څوک چې روژه نیسي نو له ګڼ شمېر ناروغیو به په امان وي.

طب پوهان د خپلو څېړنو له مخې وایي چې انسان روژې ته دومره اړتیا لري لکه څومره چې تنفس، حرکت، خوراک او څښاک ته اړتیا لري.

دوی وایي، څرنګه چې انسان له خوراک، څښاک او یا حرکت څخه منع شي نو ناروغه کېږي، همدارنګه که یو تن روژه ونه نیسي نو له ناروغۍ سره به مخ شي.

څېړوونکي وایي، روژه د انسان د ضرورت څخه زیاتې حجرې له منځه وړي، او د هغې په ځای نورې نوي حجرې منځ ته راځي.

د دوی په باور روژه د زیاتو ناروغیو څخه مخنیوی کوي او انسان ته روغتیا وربښي چې ځېنې یې په لاندې ډول دي:

ـ روژه د جلدي ناروغي په علاج کې مرسته کوي: ځکه روژې سره په وینه کې اوبه کمېږي، چې په دې کار سره لاندې فعالیتونه ترسره کیږي: د معدې میکروبونه له منځه وړي او د میکروب په مقابل کې د جلد مقاومت زیاتېږي.

په ټول بدن کې د دې مرضونو د خپرېدو مخنیوی کوي.
ـ زړه او دماغ له جټکې/ سکتې څخه ژغوري: زیاتره ډاکټران او ساینسپوهان دې پایلې ته رسېدلي چې روژه د انسان په بدن کې غوړ کموي، دې سره په بدن کې کلیسټرول کمېږي.

ـ د انسان بدن له پړسوپ څخه ژغوري: روژه د انساني بدن بې کاره او کمزورې حجرې له منځه وړي، کله چې انسان وږی شي نو داخلي سیسټمونه په حرکت راشي او د ولږې له منځه وړلو لپاره هغه کمزورې حجرې له منځه وړي، په دې ډول انسان د راحتی احساس کوي او انسان ته بېرته قوت راګرځوي.

ـ د وزن کموالي سبب کیږي: روژه د انسان وزن کموي، په دې شرط چې د روژه ماتي په وخت په خوراک کې له اعتدال څخه کار واخیستل شي او خپله معده له خوراک او څښاک څخه ډکه نه شي.

نو ویلای شو چې الله تعالی د روژې فریضه د دې لپاره رالېږلې ده چې مسلمانان د الله تعالی امر ومني او پرهېزګاره شي.

الله تعالی فرمایي: ای مومنانو! په تاسو باندې روژه فرض کړل شوې ده لکه څرنګه چې ستاسو څخه په مخکینیو امتونو فرض کړل شوې وه، د دې لپاره چې تاسې پرهېزګاره شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب