چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeداسې هم شتهچین داسې قلم جوړ کړی چې پر مټ یې څو دقیقو کې...

چین داسې قلم جوړ کړی چې پر مټ یې څو دقیقو کې د مهمو شیانو کیفیت او ستونزې پیدا کولای شئ

تاند ( جمعه، د حمل ۲۷ ) راپورونه وایي، چین داسې یو قلم جوړ کړی چې کاروونکي یې پر مټ کولای شي څو دقیقو کې د ځینو مهمو شیانو د کیفیت تر څنګ د هغې ستونزې هم ومومي.

د معلوماتو له مخې، د چین د مطالعاتو او څېړنو یوه انسټېټیوت تېره اوونۍ یو داسې قلم ته ورته نښان جوړ او بریالیتوب ته رسولی چې پر مټ به یې په څو دقیقو کې د ځينو مهمو شیانو کیفیت او ستونزې په ګوته کوي.

راپورونه وایي، د یاد قلم کاروونکي کولای شي پر مټ یې د سبزیجاتو کیفیت او خوند هم معلوم کړي.

سرچینه وایي، دا قلم په ورته مهال د هغو خطرناکو ګازونو په اړه هم انسانانو سره د معلومولو په برخه کې همکاري کوي چې د انسان ژوند ته بېلابېل خطرونه پېښولی شي.

د دې قلم جوړوونکي وایي؛ دا قلم د هغو ګازونو او خطرناکو توکو په معلومولو کې مرسته کولی شي چې د نظامي جګړو پر مهال استعمالېږي او یا هم استخباراتي کړۍ یې د خپل سیال پر وړاندې استعمالوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا قلم په چین کې د شینژین پرمختللي مطالعاتو انسټېټيوت له خوا د څو بنسټونو په همکارۍ جوړ شوی دی.

د معلوماتو پر بنسټ، پر پرمختللی ټکنالوژۍ سمبال د دې جوړ شوي قلم ځانګړنه دا ده چې د کتنې پر مهال یې نوکه پر اړوند توکي کېښودل کېږي او بیا په اړوند برخه کې یې رنګ تغیرېږي او په درجو سره د اړوند توکي د خطر او کیفیت په اړه معلومات د څېړونکو په لاس ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب