دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان او ترکمنستان د ټاپي نللیکې امنیتي پلان لاسلیک کړ

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي نللیکې امنیتي پلان لاسلیک کړ

تاند (جمعه د حمل ۲۷) د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي (TPI) د ګازو نللیکې امنیتي پلان لاسلیک شو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دغه پلان د افغانستان په استازیتوب د ملي امنیت شورا مرستیال عبادالله عباد او د ترکمنستان له خوا د ټاپي د مدیر محمد متیرات امانوف تر منځ امضاء شو.

د دې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، د ټاپي امنیتي پلان د څو هېوادونو د هغې لویې پروژې له تطبیق او ودې سره مرسته کوي چې له ترکمستان څخه جنوبي اسیا ته ګاز لېږدوي او د سیمه‌ ییز ثبات او بسیاینې سبب ګرځي.

د ملي امنیت شورا ټاپي د افغانستان مهمه پروژه بللې ده او زیاته کړې یې ده چې دغه پروژه د سیمه‌ ییز امنیت او د ادغام له سیاست سره مرسته کوي او کولی شي چې د سیمې لوبغاړي هېوادونه لکه پاکستان او هند په ګډو ګټو کې سره متحد کړي.

د ټاپی پروژې د ګازو نللیکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ترکمنستان سرحدې ولایت ماري څخه پیلیږي او د ۸۱۶ کیلومتره په اوږدوالي به د افغانستان له خاورې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیریږي، پاکستان او ورپسې د هند فاضیلکا ښار پورې رسیږي.

ددې پروژې ټول لګښت له ۷ څخه تر ۹ میلیارد امریکايي ډالرو پورې اټکل شوی دی. دغه د ګازو نللیکه به هر کال کابو ۳۳میلیارد متر مکعبه ګازو لیږد ظرفیت لري.

افغانستان به د خپلي اړتیا وړ ګاز ترلاسه کولو پرته هر کال کابو څلورسوه میلیون ډالره د یادې پروژې د نللیکې د ترانزیت له امله ترلاسه کړي او همدارنګه د ټاپي پروژې د نللیکې جوړولو لپاره به په افغانستان کې ډیری ځوانان د کار څښتن شي او د بیکارۍ په کموالي کې به مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب