پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې تیر کال کابو ۳۰۰ ټنه توتۍ تولید شوي

په افغانستان کې تیر کال کابو ۳۰۰ ټنه توتۍ تولید شوي

تاند (جمعه د حمل ۲۷) د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي د دې وزارت د احصایي او معلوماتو ریاست شمېرې ښيي، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د هېواد په کچه ۲۹۹ مټریک ټنه توتۍ یا ځمکني توتان تولید شوي دي.

د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې تر ټولو زیات توتۍ په هرات ولایت کې تولید شوي دي، «هرات کې په ۳۱ هکتاره ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوې و، چې د تولید کچه یې ۱۵۵ متریک ټنه ده.»

د کرنې وزارت وايي چې له هرات وروسته، کندز او بلخ کې هم تېرکال ډېر ځمکني توتان تولید شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په یادو ولایتونو سربېره په فاریاب، دایکندي، سرپل او میدان ‌وردګ ولایتونو کې هم ځمکني توتان کرل کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په ټولیزه توګه د افغانستان په کچه په ۶۲ هکتاره ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي و.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې دغه هېواد د ځمکني توتانو د کرکېلې او پالنې لپاره مناسبې اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کلونو کې د بزګرانو له خوا د دغې مېوې کرل دود شوي دي.

ځمکني توتان چې د ویټامینونو او مغذي موادو سرچینه ګڼل کېږي په بازار کې ښه مارکیټ لري او یو کیلو یې تر ۲۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

2 COMMENTS

    • ظاهر یا زهیر صاحب دومره ژر هم حکم مه کوئ. د سوات خلک ورته توتۍ وايي. له دوی نه مو دا نوم هغه مهال اورېدلی دی چې زموږ په وطن کې لا خلکو دا میوه نه وه لیدلې. که مو د ایرانیانو توت زمیني لیکلي والی بیا ممکن تاسو ته د بیسودانو کار نه وای ښکاره شوی
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب