جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتېر کال په هېواد کې ۱۶ زره ټنه اینځر تولید شوي

تېر کال په هېواد کې ۱۶ زره ټنه اینځر تولید شوي

تاند ( جمعه، د حمل ۲۷)  د افغانستان د کرنې مالداري او اوبو لګولو وزارت وایي، د ۱۳۹۹یم کال په ترڅ کې د هېواد په کچه ۱۵ زره او ۹۹۴ مټریک ټنه انځر تولید شوي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت د احصایي او مالوماتو ریاست شمېرې ښیي چې کندهار، ارزګان، زابل، هلمند، فاریاب او پروان هغه ولایتونه دي چې ډېر انځر په کې تولید شوي دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت د معلوماتو له مخې، هېواد څخه دکال زرګونه ټنه وچ او تازه انځر راټولېږي او په کور دننه او له هېواده بهر خرڅلاو ته وړاندې کیږي.

انځر د ارزښت لرونکو او مهمو مېوو په ډله کې شمېرل کیږي، چې د تازه انځرو هره کیلو له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو او وچ انځر له ۳۰۰ تر ۴۰۰ افغانیو خرڅېږي.

د انځرو کرکېله او پروسس لاهم په دودیزه بڼه تر سره کیږي.

دمګړۍ انځر د بڼوالو له خوا په دودیز ډول تولید او وچیږي او بیا سیمه ییزو بازارونو ته وړاندې کیږي.

سوداګر او پلورونکي له بزګرانو انځر پېرې، بسته‌بندي کوي یې او بیا یې صادروونکو ته ورکوي.

له بسته‌بندي وروسته، دا مېوه، نړیوالو بازارونو ته هم صادریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب