جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو ځواکونو وتل؛ هند: پاکستان به په افغانستان کې زیات نفوذ...

د بهرنیو ځواکونو وتل؛ هند: پاکستان به په افغانستان کې زیات نفوذ ترلاسه کړي

تاند (جمعه د حمل ۲۷) وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، د هند د پوځ مشر وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د رامنځ ته کېدونکې تشې په هکله اندېښنه لري.

د امريکا ولسمشر او ناټو په خپله تازه اعلان کړې پرېکړه کې ویلي چې د سپټمبر تر ۱۱ نېټې پورې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د هند د پوځ مشر جنرال بپن راوت، ویلي اندېښنه دا ده چې ترهګرې ډلې ښایي له هغې تشې څخه ګټه واخلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځ ته کیږي.

رویټرز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د هند ستره اندېښنه دا ده چې له طالبانو سره د اوږدې مودې اړیکو لرلو له کبله پاکستان ښایي په افغانستان کې زیات نفوذ ترلاسه کړي.

د راوت په خبره هند به د سولې تر راتلو پورې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.

په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر الکساندر هم ویلي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو حضور نه بلکې د پاکستان نیابتي جګړه ده.

د نوموړي په خبره، د سرتېرو شتون یا نشتون په افغانستان کې هېڅ اغېز نه لري تر هغه چې پر پاکستان د نیابتي جګړې د ختمولو لپاره فشارونه ډېر نه شي.

الکساندر پخوا هم ویلي و چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای په افغانستان کې د جګړې تر شا ده او هڅه کوي د سولې روانه پروسه ناکامه کړي.

هغه ټینګار کړی چې نړیوال باید پر پاکستان د نیابتي جګړو د پای ته رسولو او ترهګرو د ملاتړ په پار فشارونه ډېر کړي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۶ سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کوي او د خپلې خاورې او خلکو د ساتلو وړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب