جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: افغان ځواکونه ۹۶ سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کوي

امنیت شورا: افغان ځواکونه ۹۶ سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کوي

تاند (پنجشنبه د حمل ۲۶) د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وايي چې دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۶ سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کوي.

ښاغلي اندړ دا خبره له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو د نېټې له اعلان کړې او وايي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع وړتیا لري.

ښاغلي اندړ نن پنجشنبه پر خپل ټویټر لیکلي، « موږ د تروريزم پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې يو او د دې خاورې او خلکو دفاع زموږ موقتي مسوليت نه، بلکې دایمي مکلفیت دی.»

نوموړی وايي، افغان ځواکونه له نظامي او تخنیکي اړخه پر ځان بسيا شوي او په خبره یې چې امریکا او ناټو به د خپل پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم له دغو ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د معلوماتو پر اساس اوس مهال شاوخوا ۸ زره د ناټو عسکر د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې او ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې حضور لري او افغان ځواکونو ته د سلامشورو، روزنې او د هغوی د تجهیزولو په برخو کې همکاري کوي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډون او د ناټو او د غړیو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د پرېکړې له مخې ټاکل شوې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د ۲۰۲۱ کال د مې په لومړۍ پیل او د سپټمبر تر ۱۱مې پای ته ورسېږي.

که څه هم امریکا او ناټو له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې، خو وايي چې له افغانستان سره به خپلو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده، خو په وینا یې چې هېڅ ترهګریز فعالیت ته به اجازه ورنکړي او د افغانستان په ګډون د نړۍ په هر ګوټ کې د هر ډول احتمالي ترهګریز ګواښ پر وړاندې اقدام کولی شي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې ته د افغان چارواکو غبرګونونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب